د پاكستان كركيټ بورډ د دې هيواد د ملي لوبډلې پخوانى كپتان يونس خان او مشهور لوبغاړى يوسف د ټول عمر لپاره له نړيول كركيټ څخه بند كړل، پر رانا نويد الحسن، او شعيب ملك يې د جريمې سره د يوه كال بنديز ولګاوه، همدا رنګه يې ځينې نور لوبغاړي هم جريمه كړل.
د پاكستان كركيټ بورډ دغه سخت ګامونه پسله هغه پورته كوي چې پاكستانۍ لوبډلې په اسټراليا كې پرله پسې لوبې وبايللې، له لوبډلې څخه تر له ډېرې مودې راهيسې پوښتنې ګروېږنې روانې وې.
شاهد اپريدي، كامران اكمل او عمر اكمل ته يې وروستى اخطار وركړ، تر څو خپل سپورټي اخلاق جوړ كړي د دې تر څنګ يې ښه درنه جريمه هم ځنې غوښتې ده.
د پاكستان د ملي لوبډلې پر لوبغاړو بنديز او اخطارونه د دې لوبډلې مينوال يو څه اندېښمن كړي ځكه د شلو شلو اووريزو لوبو نړيوال كپ ته يوازې څه اوونۍ پاته دي.
پاكستان د تېر كال د ۲۰_۲۰ نړيوال كپ د سياليو اتل و.