کور / تازه خبرونه / د ايران ولسمشر احمدي نژاد كابل ته را ورسېدى

د ايران ولسمشر احمدي نژاد كابل ته را ورسېدى

ايرانى ولسمشر احمدي نژاد له خپل افغان سيال حامد كرزي سره د خبرو په موخه نن كابل ته را ورسېدى. د ولسمشر حامد كرزي يوه وياند ويلي چې د افغانستان په بيارغوونه كې د ايران د ونډې په اړه بحث به د دواړو خواوو د خبرو اترو مهمه موضوع وي.
دا افغانستان ته د احمدي نژاد د ايران د ولسمشر په توګه د بيا ټاكل كېدو وروسته لومړى سفر دى، نوموړى په داسې حال كې له افغانستانه ليدنه كوي چې په عين وخت كې د امريكا د دفاع وزارت سيكرټر رابرټ ګېټس هم افغانستان ته راغلى دى.
نوموړى چې له دوو ورځو راهيسې همدلته دى، د افغانستان په جنوب كې د بهرنيو ځواكونو له خوا د نويو عملياتو د پيل كېدو پلان او چارې ګوري، خو احمدي نژاد بيا د افغانستان د كشالې حل په جګړه كې نه ويني.
تمه كيږي چې دواړه ولسمشران به نن په ارګ كې يو ګډ مطبوعاتي كنفرانس هم وركړي.
همدا نن ناوخته به د ولسمشر حامد كرزى په مشرۍ يو افغان پلاوى پاكستان ته روان شي.