کور / تازه خبرونه / د مشرانو جرګې د اوو وکيلانو غړيتوب وځنډول سو

د مشرانو جرګې د اوو وکيلانو غړيتوب وځنډول سو

د هندوستان په ملي شورا کي د راجه سبا يا مشرانو جرګې د اوو وکيلانو غړيتوب وروسته له هغه وځنډول سو، چي په د مارچ پر اتمه د ښځو د نړۍ والي ورځي په مناسبت له پارلمان څخه د ښځو په هکله يو نوى قانون تصويب سو.
د هندوستان پارلمان يو نوى قانون تصويب کړ چي له مخي يې د پارلمان ٣٣ فيصده چوکۍ ښځو ته ورکول کېږي، خو دغه پرېکړه د ځينو وکيلانو له مخالفت سره مخ سوه.
د مشرانو جرګې ويلي د دغو وکيلانو غړيتوب يې ځکه ځنډولى چي د ګډوډۍ او مخالفت د پيدا کولو هڅه يې کوله.
بلي خواته د کانګرس ګوند مشري سونيا ګاندي وايي هغه قانون چي له ١٤ کالو راهيسي يې هندوستاني مېرمنو انتظار درلودئ په هر قيمت چي وي بايد هرو مرو تصويب سي.