طالبانو په بغلان ولايت کي د حزب اسلامي ډلي له جنګياليو سره هغه جګړه رد کړه چي له څو ورځو راهيسي په مطبوعاتو کي خبرونه پر راځي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په لومړي ځل په دې هکله د خپلي ډلي له خوا نظر څرګند کړ او دا يې د طالبانو او حزب اسلامي ترمنځ د دولت له خوا د بې باورۍ د رامنځته کولو يو دستوري کار وباله.
ذبيح الله مجاهد وايي په بغلان ولايت کي طالب جنګياليو د حزب اسلامي له ډلي سره نه، بلکي د دولت پلوه ملېشو سره جګړه کړې چي وروسته هغوى له پلان سره سم حکومت ته تسليم سوي دي.
بلي خوا ته د حزب اسلامي وياند هارون زرغون د طالبانو سره د خپلي ډلي د جنګياليو جګړه منلې خو د دولت له خوا د رامنځته سوي مرګ ژوبلي ارقام دقيق نه بولي.
هارون زرغون ويلي په دې جګړه کي د دواړو خواوو لس تنه وژل سوي، په داسي حال کي چي حکومت تر ٨٠ د ډېرو کسانو د مړيني ادعا کوي.
د بغلان ولايتي مقامات وايي په دغه ولايت کي درې ورځي دمخه د اسلامي حزب او طالبانو ترمنځ د مځکو د عشر او زکات پر سر جګړه وسوه چي د نيژدې ٢٠ ملکي کسانو په ګډون ٨٥ تنه پکښي مړه سول.
د بغلان والي پرون ادعا وکړه چي د حزب اسلامي دوه قومندانان له خپلو افرادو سره د طالبانو په مقابل کي دولت ته ور اوښتي دي.