د اسرائيلو مرستيال صدراعظم سلوان شالوم له ملګرو ملتونو څخه پر اېران د سختو بنديزونو د لګولو غوښتنه وکړه.
سلوان شالوم د ملګرو ملتونو د عمومي منشي بانکي مون سره تر ليدني وروسته خبريالانو ته وويل، له ښاغلي مون څخه يې وغوښتل چي پر اېران د بنديزونو په لګولو کي له خپل نفوذ څخه کار واخلي او پرېنږدي چي اېران اټومي وسلې ترلاسه کړي.
سلوان شالوم د ملګرو ملتونو څخه پر اقتصادي بنديزونو سربېره په تور ليست کي د اېران د انقلابي ګارډ د ٣٠٠ مشرانو د شاملولو غوښتنه هم کړې ده.