کور / تازه خبرونه / پاکستان: نيول سوي طالبان هيچا ته نه سپارو

پاکستان: نيول سوي طالبان هيچا ته نه سپارو

د پاکستان د پنجاب ايالت ستري محکمې يو ځل بيا حکم صادر کړ، چي په پاکستان کي نيول سوي طالب او د القاعدې مشران به هيڅ هيواد ته ونه سپاري.
د لاهور د ستري محکمې قاضي خواجه محمدشريف وايي دغه کسان نه امريکا او نه هم کوم بل هيواد (افغانستان) ته سپاري.
دغه حکم پر داسي مهال صادرېږي چي د افغانستان ولسمشر حامد کرزى اسلام آباد ته ځي او ښايي مخامخ د پاکستاني ولسمشر څخه د دغو کسانو د ورسپارلو غوښتنه وکړي.
د ملابرادر، طيب آغا، حکيم الدين مسود، مولوي عبدالکبير، معتصم آغا، ابوعيسى غدان او نورو نيول سويو مشرانو د ورسپارلو غوښتنه امريکا هم کړې وه، چي د پاکستان حکومت انکار ځني وکړ.
د افغانستان حکومت ويلي دوى له پاکستان څخه د افغان طالبانو غوښتنه د بنديانو په توګه نه، بلکي د افغانستان د اتباعو په حيث کوي.