د امريکا ولسمشر باراک اوباما د ښځو د نړۍ والي ورځي په مناسبت په سپينه ماڼۍ کي يوې غونډي ته وويل په دغه هيواد کي اوس هم د نارينه وو له خوا د ښځو سره امتيازي چلند کېږي.
ولسمشر اوباما وويل دى به هغه وخت د امريکا رښتينى ولسمشر وبلل سي چي د ښځو د حقونو په وړاندي د بې انصافۍ او توپيري چلند مخه ونيسي.
له اوباما سره په دې غونډه کي د هغه مېرمن مېشل اوباما او د بهرنيو چارو وزيره هيلاري کلنټن هم ګډون کړئ وو.