د افغانستان په شمال ختيځ ولايت بدخشان کي د چاودونکو موادو يوه غټه زېرمه کشف سوې ده.
د بدخشان د والي وياند عبدالمعروف راسخ وايي په دې زېرمه کي ٢٩٦ د ټانک ضد، ١٠٨ سرګولولې، ٢٣ کلاشينکوفونه، اته صندوقه مرمۍ او نوري بېلابېلي وسلې شاملي دي.
نوموړي ويلي د دې زېرمي د کارولو په تور يې څوک نه دي نيولي خو داسي ښکاري چي دغه مواد او وسلې په ٢٠٠١ کال د امريکايانو د يرغل پر مهال دلته پټي سوي وې.