د کندهار په نسبتاً آرامه ولسوالي بولدک کي څلور پوليس او يو ملکي سړى د ماين په چاودنه کي وژل سوي دي.
د سپين بولدک د سرحدي لېوا قومندان جنرال عبدالرازق وايي پېښه د لوى کارېز په سيمه کي نن غرمه رامنځته سوې ده، چي په هکله يې پلټني رواني دي.
بلي خواته د ناټو ځواکونه وايي وړمه شپه يې د کندهار په ميانشين ولسوالي کي د طالبانو پر يوه ګروپ بمباري کړې چي ١٥ تنه يې پکښي وژلي دي.د خبر پاڼي له مخي دغه بمبارۍ د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره سوي چي ملکي کسانو ته زيان نه دئ پکښي اوښتئ.