کور / تازه خبرونه / رابرت ګېټس کندهار ته ورسېدئ

رابرت ګېټس کندهار ته ورسېدئ

د امريکا د دفاع وزير رابرت ګېټس نن د سې شنبې په ورځ له کندهار څخه ليدنه وکړه.
نوموړي په کندهار کي د مېشتو امريکايي پوځيانو او د کندهار له امنيتي مقاماتو سره د دغه ولايت پر امنيتي وضعيت خبري کړي دي.
کندهار ته د رابرت ګېټس سفر پر داسي وخت ترسره کېږي چي هلته د امريکا د نويو پوځيان د راتګ لړۍ پيل سوې ده او په دغه ولايت کي د نويو عملياتو د پيلېدو تيارى نيول کېږي.