د افغانستان حکومت پرېکړه کړې چي په کابل ولايت کي د تورو ښيښو پر موټرانو بنديز ولګوي او کورنيو چارو وزارت ته يې امر کړئ چي د ټولو موټرانو له ښيښو څخه تور پلاسټيکونه پاک کړي.
د کورنيو چارو وزرات وياند زمرى بشري وايي دغه تصميم يې د امنيتي پېښيو د مخنيوي په خاطر نيولئ او له دې وروسته به هيڅ موټرله تورو ښيښو سره نه پرېښوول کېږي.
په افغانستان کي تر دې دمخه هم د دغسي موټرانو د مخنيوي هڅه سوې، خو دا چي دغسي موټران ټول يا د وزيرانو، يا پخوانيو ټوپکسالارانو او يا پارلمان د وکيلانو له خوا کارول کېږي، وروسته به معلومه سي چي حکومت يې تر کومي اندازې پر مخنيوي بريالى کېږي.