د نايجريا حکومت په خپل هيواد کي له تيرو دوو مياشتو راهيسي د مذهبي تاوتريخوالي له کبله د ٥٠٠ کسانو د وژل کېدو پخلى وکړ.
حکومت وايي د عيسويانو او مسلمانانو ترمنځ په جګړو کي د ٥٠٠ په شاوخوا کي کسان مړه سوي او په سوونو ژوبل دي.
د حکومت د دې راپور تر خپرېدو وروسته د ملګرو ملتونو منشي بانکي مون خواشيني څرګنده کړې او د امريکا د بهرنيو چارو وزيري د دې کار عاملينو ته د سزا غوښتنه کړې ده.