کور / تازه خبرونه / د امريکا تر ټولو زړه ښځه له نړۍ وکوچېده

د امريکا تر ټولو زړه ښځه له نړۍ وکوچېده

مېرمن ميري جوزفين د امريکا تر ټولو زړه ښځه بلل کېده چي نن يې د ١١٤ کالو په عمر له نړۍ سترګي پټي کړې.
هغه د ټولي نړۍ په سطحه دوهمه او د امريکا لومړۍ زړه ښځه وه، چي د نړۍ تر ټولو مشري جاپانۍ ښځي فقط اووه ورځي کشره وه.
آغلې جوزفين په ١٨٩٥ کال په کاناډا کي زېږېدلې وه او په درې کلنۍ کي له خپل مور او پلار سره امريکا ته کوچېدلې وه. هغې په ١٩٢٣ کال له والټر نومي ځوان سره واده وکړ، په ١٩٦٧ کال په ٧٢ کلنۍ کي کونډه سوه. له آغلي جوزفين څخه دوه زامن، اته لمسيان او ١٣ کړوسيان پاته دي.