افغان چارواکي وايي ټاکل سوې ده چي د اېران ولسمشر محمود احمدي نژاد سبا د چارشنبې په ورځ کابل ته په سفر راسي.
د احمدي نژاد پلان سوئ سفر پرون ځکه افغانستان ته وځنډول سو، چي د ده پر ځاى د امريکا د دفاع وزير رابرت ګېټس کابل ته ورسېدئ.
د اېران ولسمشر به په کابل کي د افغانستان له ولسمشر سره د دواړو هيوادونو پر اړېکو وږغېږي.
دا د دواړو هيوادونو د تېر کال له لانجمنو انتخاباتو وروسته د حامد کرزي او احمدي نژاد لومړۍ کتنه ده.