د شمالي وزيرستان مرکز ميرانشاه ته نيژدې امريکايي الوتکو پنځه تنه وژلي او اته نور ټپيان کړي دي.
سيمه ايز اوسېدونکي وايي د امريکا يوې بې پيلوټه الوتکي پرون ماځيګر پر يوه کور حمله وکړه چي دغه مرګ ژوبله يې ورته اړولې ده.
په وزيرستان کي د روان کال د پيل راهيسي د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کي دوه چنده زياتوالى راغلى دئ، چي د راپورونو له مخي اکثره قربانيان يې ولسي خلګ وي.