راپورونه وايي چي په نن ترکيه کي يوي ځواکمنې زلزلې له 150 تنونه ډيروته مرګ ژوبله اړولي.
زلزله چي د ريخترپه کچه 6.0 ښودل شوي، نن ددوشنبي په ورځ په سيمه ييزوخت دسهار د4:30 بجو په شاوخواکي دترکيې ختيځه برخه کروکان سيمه ولړزوله،چي په پايله کي يي نژدي 57 تنه وژلي او تر100 نور ژوبل شويدي، داچي دژغورنې عمليات لا پاي ته ندي رسيدلي نو کيداي شي د مړو او ژوبلو شويو شميره ډيره شي.
په زلزله کي لږ ترلږه شپږ کلي هم وران شوي. د چارواکو په وينا چي دژغورنې عمليات پيل شوي اوسيمې ته له پلازمينې انقرې نه د ځاي ناستي لمړي وزيرپه ګډون لوړپوړي پلاوي تللي ترڅو د ژغورنې عمليات له نژدي وڅاري.
وېډيو :