د انګلستان « ټایمز آنلاین » د پوځی مسؤلینو له قوله خبر ورکوی چی برتانیې په افغانستان کی د خپلو « خاصو ځواکونو » شدید ترین تلفات زغملي چی دا په تیرو شپېتو کالو کی ( یعنی تر دوهمی نړیوالي جګړې وروسته ) هیڅ سارﺉ نه لری . د دغو خال خال چڼل سوو پوځیانو تلفات۸۰ ته رسېدلي دي ( مقتولین او معیوبین ) او څه باندی ۷۰ کسان یی هم نور جنګ نسی کولای . خبر زیاتوی چی په دې حساب د دې یونټ شپږمه حصه له کاره لوېدلې ده . یوازی د ۲۰۰۷ راهیسی دغه واحد څو سوه عملیات کړي دي .
د دې ځواک بودجه په افغانستان کی د ۲۰۰۱ لپاره ۱۷ ملیونه سټرلنګ پونډه وه حال دا چی نن هغه ۱۶۰ ملیونه پونډه ده خو بیا هم د هغوی تلفات او ضایعات جاري دي چی دا د برتانیې لپاره یوه تاریخی ضربه ده .