میرمن کلتوري ـ ټولنیزبهیر دمارچ اتمه دښځو دپیوستون نړیواله ورځ دیوې غونډې اوځانګړې مشاعرې په ترڅ کې ونمانځله.
په هغه غونډه کې چې وړمه ورځ په کابل کې دمیرمن کلتوري ـ ټولنیزبهیردغونډو په تالار کې جوړه سوې وه لومړی دقرآن عظیم الشان څو مبارک ایتونه دبهیر دغړې ګل مینې یوسفزۍ له خوا ولوستل شول .
ورپسي ددغه بهیر غړې او دازادي غږ راډیو خبریالې آغلې لطیفې لالهاند ددغې ورځې په اړه خبرې وکړې او دمور دمقام په اړه یې د(یوه سترګه) تر سر لیک لاندی دیوې بهرنۍ کیسې پښتو ژباړه ولوسته چې دټولو ګډونوالو دپاملرنې وړ وګرځیده.وروسته دمیرمن بهیر غړې او په ولسي جرګه کې دخلکو استازې میرمن ساهرې شریف ددغې ورځې په اړه معلومات وړاندې کړل .
ورپسې دمیرمن کلتوري ـ ټولنیزبهیر غړوهرې یوې ادیبې ادیب،نعیمې غني،وږمې فضلي کرشمه ساپۍ،شریفه،رابعه، ،ښکلا مومند ،زیتون شمس نوابي،عزیزې افغاني ،ګلالۍ، برښناساپۍ ، پاریسې خزان ، نظيفې نيازۍ ، ،آرزو کبیري،ذینب ،پښتیانا، مرضيه امین ،ګلمینه یوسفزۍ ،ماریا،مينه، شګوفه ،سولې نیازۍ، لطیفه،اوږۍ امیل،مژده ،بصیرې حمیدي، لطیفې،سونیا،لیلما ،وړانګې ساپۍ،عزیزې،مرضیې امین،شکریې خروټې او دهیواد دولایتونو له ځینو کلیو څخه میرمنو دټیلفون په کرښه دښځو دنړیوالې ورځې په مناسبت خپل شعرونه ولوستل.
د غزني ولایت له یوه کلي څخه آغلې شپینې شپیلۍ ددې ورځې په مناسبت شعر ولوست او خبرې یې وکړې،هغې پخپلو خبرو کې په کلیو کې دپښتنو میرمنو دبد حالت په اړه خبرې وکړې ویې ویل دوی ته دزده کړې هیڅ ډول زمینه نه ده برابره سوې حکومت باید دې ته جدې توجه وکړي.
مشاعره دازادی غږ راډیو / لمر او یو بهرني چاینل ټلویزونونو له خوا ثبت شوه غونډه دنا شتا په خوړلو او ازادي غږ راډیو له خوا میرمنواو نجونو ته د برابروشویو ډالیو په وړاندې کولو پایته ورسیده.