کور / راپور / ولسمشر حامد کرزی د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ ته سفر وکړ

ولسمشر حامد کرزی د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ ته سفر وکړ

مارجه شل ورځی وړاندی دوسله والوطالبانوترټولو لوی مرکز وه .

له ولسمشرښاغلي حامدکرزي سره په دي سفر کي د ملي دفاع وزيرسترجنرال عبدالرحيم وردګ د کورنيو چارو وزيرمحمدحنيف اتمر، د ملي امنيت لوى رئيس امرالله صالح ، د سيمه ييزو ارګانونو دخپلواكي ادارې ريس غلام جيلاني پوپل ، په افغانستان کي د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ميک کرسټل، په کابل کي د ناټو ملکي استازي مارک پليپ سيډول اوهلمندوالي محمدګلاب منکل او نورو کورنيو او بهرنيومسولينو ملتيا کوله

جمهوررئيس حامد کرزي دمارجي دسيمي خلکوته ديوي غونډي پرمهال وويل دسفرموخه يي داده چي عملياتوپرمهال له وژل سوو کسان دکورنيو دپاته دوستانوسره غمشريکي ده

دمارجي ولسوالي يوقومي مشر حاجي عبيدالله وويل،دمارجي عملياتوله ډيره احتياط څخه کار اخيستل سوي دي اوترډيره حده دمارجي په عملياتوکي له هوايي ځواک او درنو وسلوڅخه استفاده نه ده سوي

ده وويل کيداي سي دمارجي په عملياتوکي دسيمي خلکوته مالي زايان اوښتي وي خوله جمهوررئيس څخه يي غوښتنه وكړه چي له زيانمنوكسانوسره دي مرسته وسي.

دنوموړي په ويناچي دولت اومرستندويه ټولنوورسره مرستي كړي خودمارجې دخلكولپاره كافي ندي.

نوموړي، له ولسمشر حامد کرزي دا غوښتنه هم وکړه، چي دمارجي سيمي ته دي پخواني ټوپک سالاران نه راولي، چي د هغه په وينا، په لوى لاس يي مارجه طالبانو ته سپارلي وه.

حاجي عبيدالله وويل، چي د طالبانو پرمهال د دوى ښوونځي تړلي وې، ماشومان اوځوانان يي له زده کړوڅخه بي برخي پاته وه اوهمدانګه په سيمه يي روغتيايي مرکزونه هم نه درلودل اوخپل ناروغان به يي لښکرګاه اونوروسيمو ته دتداوي لپاره بيول

ددمارجي دسيمي يوبل قومي مشر حاجي محمد نعيم پر بهرنيو ځواکونو نيوکه وکړه، چي د خلکو په کورونو او ښوونځيو کي يي پوستي جوړي کړي دي او ددي ځايونو د خوشي کولو غوښتنه يي وکړه .

قومي مشر ډاکټر عبدالعزيزله مسولينوڅخه غوښتنه وکړه چي په سيمه کي د بيارغوني کارونو د پيلولو ترڅنګ خلکو ته د کارکولوزمينه پيداکړي، ده دښوونځيو او کلينيکونو د فعالولو، کانالونو، زابرونو او ويالو د پاکولو غوښتنه وکړه.

په ياده شوي غونډه کي قومي مشرانو، د مارجي د رسمي ولسوالۍ په توګه د اعلانولو او مارجي ته د نورو ولاياتو روزل شويو پوليسو د راليږلو غوښتنه هم وکړه

جمهوررئيس حامد کرزي په خپلو خبرو کي د قومي مشرانو ټولي غوښتني، نيوکي او شکايتونه پر ځاى وبلل .

او زياته کړه دمارجي ولسوالي رسمي کوم اودمارجي سيمي ته به روزل سوي پوليسوليږواودسيمي دټولواوسېدونكوسالموغوښتنوته به مثبت ځواب وايو.

ښاغلي کرزي دمارجي پرخلکوږغ وکړچي خپل سالم ځوانان د ملي اردو اوملي پوليسو له ليکو سره يو ځاى کړي او ماشومان ښوونځيو ته وليږي .

ښآغلي جمهوررئس په مارجه کي دخلکوپه دي غونډه کي پرافغان وسله والوطالبانويوځل بيا ږغ وکړ چي دافغانستان له اسلامي دولت سره يوځاي سي اووسلي په ځمکي کيږدي

دهيوادجمهوررئيس د لښکرګاه او مارجي ترمنځ د ٣٥ کيلومتره سړک په پاخه او اساسي ډول د جوړولو ژمنه هم وکړه اوويي ويل چي دجوړولوكاربه يي ډيرژرپيل سي.

ښاغلي کرزي زياته ، چي بهرني ځواکونه د افغانستان د نيوني لپاره نه، بلکي د ترهګرۍ او مافيا د له منځه وړلو په موخه راغلي دي اولكه څنګه چي يي دنورواسلامي اوغيراسلامي هيوادوسره يي مرستي كړي دافغانستان سره هم مرستي كوي.

قومي مشرانو د مارجي له ٣٠ کسيزي شورا نه هم شکايت وکړ خو جمهوررئيس حامد کرزي دمارجي خلکوته لارښوونه وکړه چي په خپلومنځوکي کښيني اودخپلي خوښي يوه نوي شوراجوړه کړي .

ولسمشر حامد کرزي د مارجي قومي مشرانو ته وويل، چي د مارجي ټول کورني طالبان چي اوس تښتيدلي، راوغواړي، څو په خپل هيواد کي هوسا ژوند تير کړي .

له غونډي نه ورسته ښاغلي کرزي په مارجه كي پرهغي انجلۍ هم پوښتنه او شفقت وكړكوم چي دمارجې په عملياتوكي يي خپل دكورنۍ ټول غړي دلاسه وركړي وه.اويوازي دغه وړه انجلۍ ژوندۍ پاتي سوې وه.

جمهوررئيس ، خبريالانو ته په خپلو لنډو خبرو کي وويل، چي دولت به د هغو ټوپک سالارانو په اړه څيړنه کوي، چي د مارجي له اوسيدونکيو سره يي بده رويه کړي او سيمه يي طالبانو ته سپارلي وه.

حامدكرزي له ټولوهلمندوالوسره ژمنه وكړه چي ددې ولايت امنيتي حالت به راكابوكوي اودبيارغوني كارونه به پكښې پيليږي .

دادافغانستان جمهوررئيس حامدكرزي دوهم سفردى چي ددوومياشتوپه بهيركي يي هلمندولايت ته كوي اوله خلكواوځايي چارواكوسره ګوري .

د يادوني وړ ده، چي په مارجه او نادعلي ولسواليو کي زرګونو افغان او نړيوالو ځواکونو د د سلواغي په ٢٤مه، د مشترک په نامه عمليات پيل کړل او له درييو اونيو عملياتو وروسته دغه سيمي يي له طالبانو پاکي کړي .