کور / تازه خبرونه / تخار : نږدې ٢٠٠ د ميوو باغونه به کېنول شي

تخار : نږدې ٢٠٠ د ميوو باغونه به کېنول شي

دتخار ولايت دکرنې رياست چارواکو نن په دغه ولايت کې دبڼوالې چارې پيل کړي . دغه چاره دباغدارې په برخه کې د ايچ ايل پي موسسي له لورې نن په رسمې ډول په ياد ولايت کې پرانيستل شوه.

دايچ ايل پي موسسې چارواکو اعلان وکړ چې سږکال به دتخار مرکزبرسيره په فرخار ولسوالې کې نږدي ٢٠٠ دميووباغونه کينول شي . چې په دغوکې به دزردآلو ، بادامو، آنګورو اوآنار وبوټې شامل وي .

دتخار ولايت دکرنې رئيس محېن الدين عينې وويل :چې قوريه ديوقراردادپه ترڅ کې دبزګرانو څخه دپيسوپه مقابل کې دهمدغې موسسي له لورې اخيستل کيږي چې دادبزګرانو داقتصادې حالت په ښه کولوکې هم ارزښتناکه ونډه لرئ هغه زياته کې چې دايچ ايل پي دباغدارې موسسه دهيواد پلازمينې برسيره دهيواد په شمال کې هم فعاليت لرئ چې تيردې مهاله ئي ډير باغونه احداث کړيدي .

دغه چاره دنړيوال بانک په مالې لګښټ سره سرته رسيږي چې په ١١ ولايتونوکې به ٥٤ ميليون امريکايي ډالره په کرنه اوپه ځانګړې ډول دباغونوپه جوړولو کې و لګوي .

ديادونې وړ ده چې تيرکال هم دهمدغې موسسي له لورې په ياد ولايت کې ٩٧ دميوې باغونه په مرکز اوولسواليوکې کينول شول چې دکرنې دمتخصيصينو په وينا په دريم کال به حاصل ته چمتوشئ .