کندوز – همايون بابر
په کندوزکې دښځونړيواله ورځ ديوشمير دولتې اونادولتې چارواکو له لورې ولمانځل شوه .
دمارچ اتمه چې دښځې دورځې په نامه شهرت لرئ نن ديادولايت دکندوز هوټل دغونډوپه تالار کې چې سلګونو ښځودګډون ترڅنګ دولتې چارواکو اومخوروپه کې برخه اخيستې وه ولمانځل شوه .
ديادولايت دښځوچارو رئسيې نادره ګيا په خپلوخبروکې وويل : چې په هيوادکې دي د ښځې پروړاندې شته تاوتريخوالې ته دپاي ټکې کيښودل شئ اوافغان دولت دي ښځوته په دولت کې دګډون زياته برخه ورکړي .
همدارنګه دغونډي ډيرې ويناوالو دښځې په مقام اوحيثت رڼا واچوله اوزياته ئي کړه چې نوربايد دښځوپروړاندي د تاوتريخوالې فرهنګ لمنه دهيوادڅخه ټوله شئ .
داپه داسې حال کې ده چې په دي وروستيوکې دبشرحقوقو فعالانو په باربارپه خپلوکلنيو راپورونوکې دښځوپه شته ستونزوباندي په افغانستان کې نيوکه کړيده چې ګواکې افغان دولت تراوسه ورته پوره پاملرنه نده کړي اودهغې په حل کې پاته راغلې دي همدارنګه په دي وروستيو کې ديادولايت امام صاحب ولسوالې کې ديواربکې قوماندان ولسوالو له لورې پردووميرمنوجنسې تيرې چې چارواکوئي دمرتکبينو ته دسزاورکولوژمنه په داسې حال کې کړي وه که چيرې هغوې ګرم وګڼل شي خو تراوسه يي بيا په اړه سميزوچاراکو څه نه دي ويلې .
میدان وردګ : سيرت/شاهد
په میدان وردګ ولایت کې د ښځو پیوستون نړیواله ورځ(دمارچ اتمه) دښځو دحقونه په بیانولو،مقالو،شعرونو او یوشمېر ښځو په تقدیرولوسره ولمانځل شوه.
په نوموړی غونډه کې ددې ولایت والي ښاغلي محمد حلیم فدایي سربېره،دښځو چارو وزارت مرستیالې پلوشه کاکړ، دولایتي شوراغړو،دولایت دبېلابېلوولسوالیوښځو، علماؤ، دترکیې ولایتي ډلې اوایساف ښځینوو غړو او دولایت یوشمېرادارو مسولینو ګډون کړې وو، غونډې ته د ولایت والي ښاغلي فدایي دښځود حقونو او دښځو پروړاندې دهرډول تاوتریخوالي په اړه داسلامي شریعت په رڼاء کې هراړخیزه ځرګندونې وکړئ او شته ستونزې یې دناپوهۍ کموالي،ناوړه دودونه،ټولنیزتاثیرات او داسلام مبارک دین ځخه ناخبري وګڼله ،همدارنګه ښاغلي فدایي شته ستونزو دلمنځه وړلوکې دښځوچارو وزارت جوړه شوې پالیسي،سیمه ییز و سمو دودنوکارونه او دهېواد لرې پرتو سیموته د انکشاف غزول وګڼل،همدارنګه دنوموړی وزارت مرستیالی پلوشې کاکړ هم دښځو دحقونو دلاسته راوړلو په موخه دخپلو پلانونو څخه یادونه وکړه.
ورپسې ولایتي شورا غړی حلیمه عسکري،افغان خویندو یون مشرې حمیراحقمل،استادې بس بی بی شیوا،ددې ریاست ریسې مهتاب جعفري،دولایتي ډلې او ایساف ځواکونو ښځینو استازو دښځو دژوند دبهبود په اړه بېلابېلې ویناوې وکړئ او په نوموړي ولایت کې دښځینوو دفعالیتونو څخه خوښي وښوده .
دپروګرام په پای کې د ولایت مقام او دولایتي شورا ریس لخوا هغه ښځو چې دخپلو کارونو په جریان کې له ځانه وړتیا ښوولې وو په ستاینلیکونو او تحفو وویاړلې. دیادونې وړ ده چې دهمدغه ورځې په ویاړ داستادې بس بی بی شیواد (بهار پرشګوفه) دشعرونو ټولګه په دري ژبه د(۱۰۰۰) ټوګوپه شمېر دولایت فرهنګپال والي محمد حلیم فدایي په مالي لګښت دچاپ په ګاڼه سمبال شوو او دغونډې په ګډونوالو ووېشل شوو.