د شمالي پښتونخوا د اوبو او بريښنا چارواکي وزير بخت بيدار خان د سياسي ګوندونو اوپه ځانګړې توګه د عوامي نيشنل اوپيپلز ګوند پارليمينټرين څخه غوښتنه كړيده چې په مالاكنډ ډويژن كښې دي دشرعي نظام رامنځته كولو مخالفت كولو څخه ډډه وكړي چى د مالاكنډ د اوسيدونكو غوښتنه ته دپاى ټكۍ كېښودل شي او د ولس مشكلات د شرعى قانون د لارې حل شي نګران وزير زياته كړې ده چې د شريعت نافذ كولو لپاره دمالاكنډ ډويژن سوات او دير خلكو زياته قرباني وركړيده پدغه لړ كښې څه كسانو د خپل ځان قرباني هم وركړيده.