کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې نن پخپل لومړي مخ كې د طالبانو د جوړښت او په پښتنو كې د هغوى د ملاتړ په اړه د هالبروك د وروستيو څرګندونو په وړاندې د افغان كتونكو غبرګونونه راخستي او په غټو ټكو سره يي ليكلي، چې دا څرګندونې پښتنو ته يو الټيماټم دې، چې بايد ختم شي.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې د هالبروك د څرګندونو معنې داده، چې امريكا له تيرو اتو كلونو راهيسې عملا د پښتنو په عامه وژنې بوخته ده.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې هم په همدې مسئلې بحث كړې او د هالبروك د خبرو په رڼا كې يى په افغانستان كې د امريكا اهداف څيړلي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې كابل ته د ايران د ولسمشر د سفر په درشل كې په افغانستان كې د روان جنګ په اړه د هغه نظر خپور كړې او ليكلي، چې احمدي نژاد په امريكا د سپټمبر د يوولسمې نيټې حمله يو جعل او هغه په افغانستان د يرغل كولو يوه پلمه بولي.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك مارجې ته د ولسمشر كرزي سفر او له ځايي خلكو سره د هغه ليده كاته ته ځانګړې كړې.
ورځپاڼې ليكلي، چې ولسمشر ددې سفر په مهال د مارجې خلكو ته ډاډ وركړ، چې له ټولو امكاناتو څخه به كار واخلي څو مارجه بيا اباده او خلك يى په بشپړ امنيت او سوله كې ژوند وكړاى شي.
ورځپاڼې په يو جلا څيرليك كې په افغانستان كې د ناټو د ملكي استازو په حواله ليكلي، چې د مارجې د عملياتو بريا د خلكو د باور له ترلاسه كولو سره تړلې ده.
ورځپاڼې خپله سرمقاله د ښځو نړيوالې ورځې ته ځانګړې كړې او پدې ترڅ كې افغان ميرمنو ته ورپيښې ستونزې څيړلې دي.

ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې په بغلان كې د حزب اسلامي او طالبانو ترمنځ وروستۍ نښتې ته په اشارې د وسلو ټولو پروګرام تر پوښتنې لاندې راوستلي او ليكلي، چې د بغلان په يوه كوچنۍ ولسوالۍ كې د دومره وسلو شتون ښۍ، چې دا پروګرامونه په سمه توګه ندي پلي شوي.
دې ورځپاڼې هم هلمند ته د بريتانيى د لومړي وزير او د ولسمشر كرزي سفر ته كتنه كړې او ليكلي، چې ګورډن براون سر وهلې او ولسمشر د هغه د هركلي لپاره مارجې ته ولاړ.
ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې پاتې مطالب د ښځو نړيوالې ورځې او په افغانستان كې ښځو ته ورپيښو ستونزو ته ځانګړې كړي، چې پكې د افغان ميرمنو حالت ناوړه ښودل شوې.

افغان جرګه:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د خپل لومړي مخ په غټ سرليك كې د مارجې خلكو ته د ولسمشر كرزي د وينا دا ټكي راخستي، چې خپل ځوانان د ملي اردو او پوليسو ليكو ته واستوۍ او خپل بچي ښوونځيو ته واستوۍ.
ورځپاڼې په يو بل مطلب كې له مارجې څخه د پوځي عملياتو له كبله د بى ځايه شويو خلكو ستونزې څيړلي او ليكلي، چې دوى په ناوړه حالت كې ژوند كوي.
ورځپاڼې په يو جلا څيړنيز مطلب په افغانستان كې د هند او پاكستان ترمنځ روانه سيالۍ څيړلې او ليكلي، چې دغه دواړه هيوادونه په افغانستان كې د نفوذ د موندلو په يوه نوې لانجه كې ښكيل شوي.

اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼوهم په بيلا بيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې د روانو حالاتو په اړه خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.
انيس پخپله سرمقاله كې هم د مارچ په اتمې، چې د ښځو نړيواله ورځ ده بحث كړې او ليكلي، چې دا د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو ورځ ده.
خو اصلاح بيا ليكلي، چې د ښځو د نړيوالې ورځې د لمانځلو ښه طريقه داده، چې دوى له زورزياتيو څخه وژغورلې شي.

سرنوشت:
دې نا دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله كې د هالبروك په وروستيو څرګندونو تبصره كړې او ليكلي، كه ټول پښتانه طالبان وي نو په افغانستان كې د لويديځ ماتې حتمي ده.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې لويديځ بايد د پښتنو په وړاندې پخپل دريځ كې ژور بدلون راولي او د پخلاينې د هڅو ملاتړ وكړي كه نه نو پايلې به يى نه دوى او نه هم افغان دولت ته ښه وي.
دې ورځپاڼې هم مارجې ته د ولسمشر كرزي په سفر بحث كړې او له ښاغلي كرزي څخه يى د ځايي خلكو دا غوښتنه راخستې، چې په مارجه كې پخواني ټوپك سالاران نه غواړي، ځكه هغوى مخكې هم مارجه طالبانو ته سپارلې وه.