کور / تازه خبرونه / وزيرستان: پر تګ راتګ لګېدلئ بنديز ليري سو

وزيرستان: پر تګ راتګ لګېدلئ بنديز ليري سو

د شمالي وزيرستان څخه ورکړل سوي راپورونه وايي د دته خېلو، رزمک، ميرامشاه او ځينو نورو علاقو هغه بنديز ليري سوئ دئ چي نيژدې دوې اونۍ دمخه د پوليټيکل حکومت له خوا پر تګ راتګ لګېدلى وو.
په يادو سويو سيمو کي د امريکا د بې پيلوټه الوتکو د بمباريو او پاکستاني ملېشو د عملياتو په موخه پر تګ راتګ تر نامعلوم وخته بنديز لګېدلى و، چي پرون بيرته مات سو.