د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د هلمند د مارجې ولسوالي ته په يوه ناڅاپي سفر تللى دئ.
مارجې ته د حامد کرزي سفر وروسته له هغه کېږي چي تېره اونۍ يې دوهم مرستيال کريم خليلي او پرون د انګلستان لومړي وزير له دې ولسوالي څخه ليدنه وکړه.
ولسمشر کرزي د مارجې اوسېدونکو ته د بيا رغوني او پرمختيايي پروژو په جوړولو کي ژمنه ورکړي دي او له قومي مشرانو سره د مارجه والو پر ستونزو ږغېدلئ دئ.
د راپورونو له مخي له ولسمشر حامد کرزي سره په دې سفر کي د ناټو عمومي قومندان جنرال مک کرسټال او نور لوړ پوړي افغان مقامات هم شامل وو.
مارجه د تيري يوې مياشتي راهيسي هغه مهال د نړۍ والو د توجه مرکز وګرځېد چي څه شاوخوا پنځه ويشت زرو افغان، امريکايي او برتانوي پوځيانو د طالبانو پر ضد عمليات پکښي شروع کړل.
د افغانستان حکومت وايي د مارجې ولسوالي يې د طالبانو څخه نيولې ده، خو د هغوى له خوا د ښخ سويو ماينونو سره اوس هم لاس او ګرېوان دي.