د لاتيني امريکا د وينزويلا ولسمشر وايي د متحده ايالاتو په بهرنۍ پاليسي کي د اوباما په راتګ هيڅ ډول بدلون نه دئ راغلى.
ولسمشر هوګوشاويز برازيل ته د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزيري هيلاري کلنټن وروستي سفر ته په اشارې سره وويل: د امريکا بهرنۍ پاليسي د ده د حکومت په وړاندي اوس هم د بوش د هغې په څېر دښمنانه ده او کوم مثبت بدلون نه دئ پکښي احساسېږي.
ولسمشر هوګوشاويز وويل برازيل ته د هيلاري کلنټن د سفر يوازنۍ موخه د لاتيني امريکا په هيوادونو کي د نفاق او فتنې خپرول و، نور يې هيڅ هدف نه درلودئ.
هوګوشاويز د تور ولسمشر سره وزيره، د پخواني سره ولسمشر له توري وزيري سره يو شان وبلله او زياته يې کړه: ((هيلاري کلنټن په خوى او بوى کي د طلايي زلفو کانډوليزا رايس ده، په تعصب، کينه او ځان غوښتنه کي تر هغې بالا ده خو کمه نه ده)).