کور / تازه خبرونه / ګورډن براون په پټه هلمند ته ورسېد

ګورډن براون په پټه هلمند ته ورسېد

د برتانيې لومړى وزير ګورډن براون نن د شنبې په ورځ د يوه نااعلان سوي سفر په ترڅ کي هلمند ته ورسېد او هلته يې د برتانوي پوځيانو سره وليدل.
ګورډن براون د پوځيانو په يوه کمپ کي د هلمند په وروستيو عملياتو کي د برتانويانو برخه اخيستل ستايلي او له هغوى له قربانيو يې مننه کړې.
براون په هلمند کي تر وروستيو عملياتو وروسته لومړنى خارجي لوړ پوړى چارواکى دئ چي هلمند ته رسېږي.