کور / تازه خبرونه / عراق: سبا پارلماني انتخابات ترسره کېږي

عراق: سبا پارلماني انتخابات ترسره کېږي

پر عراق د ٢٠٠٣ کال تر امريکايي يرغل وروسته په دغه هيواد کي د دوهمي دورې پارلماني انتخابات ترسره کېږي.
دغه انتخابات به سبا د يکشنبې په ورځ د عراق په ټولو ولايتونو کي پر يوه وخت ترسره سي. د القاعدې ډلي د دې انتخاباتو د ګډوډۍ پرېکړه کړې ده.
د عراق حکومت وايي د انتخاباتو دپاره يې ټينګ امنيت نيولى او د انتخاباتو له ترسره کېدو به پر شاه نسي.
بلي خواته د عراق په نجف ښار کي د حضرت علي (رض) زيارت ته نيژدې د موټر بم په يوه چاودنه کي څلور تنه مړه او ٥٤ کسان ټپيان سوي دي.
د راپورونو له مخي د پېښي اکثره قربانيان اېراني زايرين دي چي د حضرت علي (رض) مقبرې ته ورغلي وو.
په تيرو درو ورځو کي په عراق کي د مختلفو چاودنو او ځانمرګو حملو له وجي د ١٥ پوځيانو په ګډون لږ ترلږه ٥٠ کسان وژل سوي او زيات شمېر ټپيان سوي دي.