کور / تازه خبرونه / کرزى: طالبانو ښوونځي مه ورانوئ!

کرزى: طالبانو ښوونځي مه ورانوئ!

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن د شنبې په ورځ پر طالبانو ږغ وکړ، چي د ښوونځيو له ورانولو لاس واخلي.
ولسمشر کرزي وويل پنځه ميليونه ماشومان همدا اوس د هيواد په مختلفو سيمو کي د زدکړو له نعمت څخه بې برخي دي، چي غټ لامل يې د طالبانو له خوا د ښوونځيو ورانول دي.
د رويټر آژانس وايي ولسمشر حامد کرزي دغه خبري په کابل کي د نوي تعليمي کال د پيلېدو پر مهال وکړې.
حامد کرزي وويل په ځينو سيمو کي ښوونځي د طالبانو د حملې له وجي او په ځينو کي د لازمو آسانتياوو د نستوالي له کبله تړل سوي دي. ولسمشر کرزي وويل که طالبان ښوونځي ورانوي او استادان وژني نو دا کار يې کاملاً د افغانستان او اسلام ضد کړنه ده.
د افغانستان د معارف وزير ډاکټر فاروق وردګ وايي تر ١١ ميليونه ډېر افغانان بېسواده دي چي دا د هيواد د يو پر دريمه نفوس څخه هم ډېر دي.
د افغانستان حکومت که څه هم د ښوونځيو ورانول د طالبانو کار بولي، خو د هغوى ويندويان د ښوونځيو له ورانولو څخه هر وخت انکار کوي.