د افغانستان د ولسي جرګې غړې فوزيه کوفي نن له يوه وسله وال بريد څخه روغه وتلې ده.
د ولسي جرګې وياند وويل د بدخشان د خلګو استازې فوزيه کوفي له ننګرهار څخه کابل ته په لاره کي له دې حملې سره مخ سوې ده چي يوازي دوه ساتونکي يې ټپيان سوي دي.
د اسوشيټيډ پريس آژانس د سروبي د ولسوال په حواله خبر ورکوي چي دغه حمله نن سهارپه دغه ولسوالي کي هغه مهال سوې چي آغلي کوفي له جلال آباد څخه کابل ته ستنېده.
د سروبي ولسوال حضرت محمد حقبين د دې پېښي مسئوليت پر طالبانو اچولى خو طالبانو فقط دونه منلې چي په سروبي ولسوالي کي يې يو صرف موټر نن سهار ويشتلى دئ.
د ٢٠٠٥ کال راهيسي د ولسي جرګې نيژدې لس غړي په بېلابېلو حملو کي وژل سوي دي.