د سره صليب نړۍ والي ټولني د طالبانو له خوا د هغو ماينونو کارول په کلکه غندلي چي ماشومان د لوبو د سامان د يوې وسيلې په توګه په تېروزي او وروسته پر چوي.
د سره صليب کمېټې ويلي په مارجه ولسوالي کي د طالبانو له خوا د ځاى پر ځاى سويو ماينونو په منځ کي داسي ماينونه هم ليدل سوي چي ماشومان په غولېږي چي کله يې ور واخلي يا يې ژوند پاى ته ورسوي او يا عمري معيوب ځني جوړ کړي.
د فرانس پريس آژانس د سره صليب په حواله خبر ورکوي چي د طالبانو دغه عمل په بشپړه توګه د اندېښنې وړ دئ او دا د هغوى څخه نيول سويو سيمو ته د کډوالو د بيرته ستنېدو په لاره کي ستر خنډ دئ.