د بنګلدېش حکومت وايي په پلازمېنه ډاهکه کي يې د جيش محمد ډلي هغه غړى نيولى چي په ١٩٩٩ کال يې کندهار ته د يوې هندۍ الوتکي په پلان کي لاس درلودئ.
پوليسو ويلي ميا الياس بلال د تحقيقاتو پر مهال منلې چي له بنګلدېش څخه هندوستان ته د ١٢ يا ١٣ هغو کسانو په اړولو کي يې مرسته کړې، چي وروسته يې د هندوستان يوه الوتکه کندهار ته وتښتوله.
د انډين ايرلاين ٨١٤ نمبر الوتکه د ډهلي څخه د نيپال پلازمېني کتمندو ته روانه وه چي د څو تنو له خوا تر تښتوني وروسته په کندهار کي کښېنسته. هغه وخت په افغانستان کي د طالبانو حکومت د هندوستان او کشميري بېلتونپالو ترمنځ منځګړتوب وکړ او د جيش محمد ډلي د مشر مولانا مسعود اظهر په شمول درې لوړ پوړي مشران د هندوستان له خوا له الوتکي سره په تبادله کي آزاد سول.