د کندهار ولايت بولدک ولسوالۍ ته څرمه د بلوچستان ايالت د چمن ښارګوټي څخه تازه خبرونه وايي، پر دغه ښار د امريکا د بې پيلوټه الوتکو پروازونه له پرون راهيسي پيل سوي دي.
د چمن د اوسېدونکو په وينا پرون ماځيګر درو بې پيلوټه الوتکو پر يوه وخت د دغه ښار له پاسه پوره يو ساعت ټيټ الوت وکړ، چي له امله يې دوى له سختي بيري سره مخ سوي دي.
د امريکا حکومت د پروسږکال راهيسي د شمالي او جنوبي وزيرستان په څېر د بلوچستان ايالت پر ځينو سيمو هم د بې پيلوټه الوتکو د عملياتو په هڅه کي دئ او وايي د بلوچستان په کوټه او چمن ښارګوټو کي د طالبانو ګڼ مشران پټ دي، چي په وينا يې بايد د همدغو الوتکو په وسيله په نښه سي.