د امريکا د دفاع وزير رابرت ګېټس وايي په افغانستان کي د بلاک واټر شخصي امنيتي کمپنۍ پر ماموريت اندېښمن دئ او د هغه قرارداد پر منسوخولو غور کوي چي له بلاک واټر سره د افغان پوليسو د روزني په هکله سوئ دئ.
د بلاک واټر شخصي امنيتي کمپنۍ چي اوس يې نوم په زيډ ورلډ وايډ اړولى له امريکا څخه د يو ميليارډ ډالرو په لګښت د افغان پوليسو د روزني قرارداد ترلاسه کړئ دئ.
د بلاک واټر مشر يو متعصب عيسوى دئ چي په عراق کي د ولسي کسانو په بېدرېغه وژنو يې کمپنۍ په ټوله نړۍ کي بدنامه سوه.
د امريکا د دفاع وزير وايي بلاک واټر په افغانستان کي هم په ناقانونه کړنو کي په لاس لرلو تورنه ده، ځکه ښايي دغه قرارداد لغوه کړي.