ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې د طالبانو د ماليى د وزير او د يو مهم قومندان د نيولو خبر وركړې او په غټو ټكو سره يى ليكلي، چې د ملابرادر احتمالي ځاى ناستې اغا جان معتصم او د طالبانو مهم قومندان حاجي اخندزاده په ناد علي ولسوالۍ كې نيول شوي دي.
ورځپاڼې د همدې مخ په سركې افغانستان ته د ملابردارد سپارلو مسئله څيړلې او ليكلي، چې د ولسمشركرزي دغوښتنې اود امريكا د فشارونو سره سره پاكستان د ملابردارله سپارلو انكار كوي.
په ورځپاڼه كې له امنيتي پيښو څخه د ژونديو خپرونو د بندولو لپاره د حكومت په وروستۍ پريكړې هم بحث شوې او پدې ترڅ كې د بى سرحده خبريالانو د ټولنې په حواله ليكل شوي، چې حكومت د رسنيو په وړاندې پخپلې دې پريكړې له سره غور وكړي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې پدې موضوع بحث كړې، چې ولې د افغان ولس ذهنيت د نړيوالو په خلاف اوښتې دې او ليكلي، چې امريكا او نړيوال بايد ددې ذهنيت د بدلولو هڅه وكړي.
هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په يو مطلب كې د هرالډ ټربيون ورځپاڼې د يو رپورټ په استناد ليكلي، چې د پاكستان د استخباراتي ادارې يو شمير پخواني افسران اوس هم وسلوال روزي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې كابل ته د هند د ملي امنيت د سلا كار په سفر بحث كړې او د هغه په حواله يى ليكلي، چې هند به له افغانستان سره خپلو همكاريو ته دوام وركړي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د نوي تعليمي كال په پيل بحث كړې او پدې ترڅ كې ښوونځيو ته د ماشومانو د استولو او د ښوونځيو د پرانستلو او خوندي كولو لپاره دخلكو مسؤليتونه په ګوته كړي دي.
سرنوشت:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د ناټو پدې پريكړې، چې د شپې لخوا د كيدونكو عملياتو مشري افغان ځواكونو ته سپاري بحث كړې او د كتونكو په حواله يى ليكلي، كه دغه پريكړه په سمه توګه پلې شي نو ښه پايلې به ولري.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې بيا د وسلوالو له ليكو سره د افغان ځوانانو د يو ځاى كيدو مسئله څيړلې او په افغانستان كې د ناټو د يو افسر په حواله ليكلي، چې د افغان دولت كمزوري ځوانان دې كار ته هڅولي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په وروستيو څرګندونو بحث كړې او په افغانستان كې د يوناما حضور سمبوليك بللې، چې د ورځپاڼې په وينا نه شتون يى ښه دې.
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د خپل لومړي مخ غټ سرليكلونه تر ډيره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي وروستيو څرګندونو ته ځانګړې كړي او د هغه په حواله يى په غټو ټكو سره ليكلي، چې افغانستان اوس مهال يو اشغال شوې هيواد بلل كيږي.
ورځپاڼې د كا ايده په حواله دا هم ليكلي، چې د افغانستان له ورانې وضعې نه خوښ ندې.
په ورځپاڼه كې كابل ته د ناروې د بهرنيو چارو د وزير سفر ته هم كتنه شوې او د هغه په حواله ليكل شوي، چې د افغانستان د روان بحران د حل يوازنۍ لاره جنګ ندې.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په افغانستان كې د سيمې د هيوادونو او په تيره بيا د ايران، پاكستان او هند رول څيړلې او د هغې بيلابيل اړخونه يى جوت كړي دي.
اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې د روانوو حالاتو په اړه خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.
انيس پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د اداري فساد ستونزه څيړلې او د هغې په وړاندې يى د جدي مبارزې غوښتنه كړې.
خو اصلاح بيا ليكلي، چې په هيواد كې د بيان له ازادۍ څخه د ملي ګټو په خلاف د كار كولو مرچله جوړه نشي.
افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې د خصوصي مخابراتي شبكو د څار لپاره د مخابراتو د وزارت په وروستي اقدام بحث كړې او هغه يى په هيواد كې د مخابراتي خدماتو د پياوړې كولو لپاره ضروري بللې دې.
ورځپاڼې په دوام كې كه څه هم په هيواد كې د مخابراتي خدماتو په ودې خوښي څرګنده كړې خو ليكلي، چې اوس هم لا ځينې ستونزې شته، چې بايد ورته جدي پاملرنه وشي.
ورځپاڼې پخپل ننني كارټون كې په هيواد كې د نيالګيو د كينولو بهير انځور كړې او پكې خلك هڅول شوي، چې د خپلو سيمو په سمسورتيا كې بايد فعاله ونډه واخلي.