دغه څه وشو څه به کیږي خلکو
د پښتون وینې چې توئیږي خلکو
په مونږ له هرې خوا ظلمونه کیږي
دا اور به څرنګه سړیږي خلقو
دا دسیسې دي د اغیارو مونږ کې
پښتون په دې کله پوهیږي خلکو
نور هیڅ غم نه لرم په دی خپه یم
زمونږ مشران هر وخت خرڅیږي خلکو
افغان ماشوم ځان ته افغان نه وايي
په دغه نوم باندې شرمیږي خلکو
شمع ده علم چې روښانه شوله
بیا به تر یو بل نه ځاریږي خلکو
دا لراوبر افغانان یو کړې خدایه
پښتون بیل سوی نه بیلیږي خلکو
ظلم کړه دومره چې زغملای یې سې
پښتون ویده دی راویښیږي خلکو
هر ځای افغان چې درپه دره ګرزي
سیدشاه به ولې نه ژړیږي خلکو
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه