د مومند ايجنسۍ په پنډيالي سيمه کي د پاکستاني پوځيانو له خوا د طالبانو څو مهم مشران وژل سوي دي.
د پاکستان پوځي سرچينې وايي د مولانا فقيرمحمد، قاري ضياءالرحمان او قومندان په فتح په نوم طالب مشرانو په ګډون يې ٣٠ کسان په دغو عملياتو کي وژلي دي.
دغه کسان د پاکستاني پوځيانو له خوا پر يوه کور تر بمباريو وروسته وژل سوي دي.
مولانا فقيرمحمد په باجوړ ايجنسي کي د طالبانو د غورځنګ مشر وو، چي له څو کلونو راهيسي د پاکستان د حکومت پر ضد جنګېدئ.
راپورونه وايي قاري ضياءالرحمان د وزيرستان د طالبانو افغان مشر وو چي په کنړ ولايت کي يې د افغان حکومت او ايتلافي ځواکونو سره مقاومت کاوه.
قومندان فتح د سوات د مټې اوسېدونکى ښودل سوئ چي وايي اصلي نوم يې عمر رحمان او د وزيرستان د طالبانو د شورا مهم غړى وو.
که د يادو سويو طالب مشرانو د وژني ادعا رښتيا وي نو دا به د قبايلي طالبانو دپاره د بيت الله او حکيم الله مسود تر وژل کېدو وروسته يو بل سخت ګوزار وي.