د ميدان وردګ ولايت د چک ولسوالي اوسېدونکي وايي امريکايي او افغان پوځيانو تېره شپه د دې ولسوالي د بمبايي په کلي کي چاپه وهلې چي د نن سهار تر اته نيمو بجو يې دوام درلود.
د سيمي يوه اوسېدونکي لراوبر ته د نوم نه ښودلو په شرط وويل د امريکايي ځواکونو هدف د ملارحمت الله په نوم د طالبانو يو سيمه ايز قومندان وو، چي امريکايان يې پر نيولو نه دي توانېدلي، خو نوموړى د مقاومت پر مهال وژل سوئ دئ.
افغان حکومت او طالبانو لا تر اوسه په دې هکله څه نه دي ويلي.