کور / تازه خبرونه / د هندوستان د ملي امنيت سلاکار کابل ته راغئ

د هندوستان د ملي امنيت سلاکار کابل ته راغئ

د هندوستان د ملي امنيت سلاکار شيوي شنکر مينن د هغو ځانمرګو حملو د څېړني په موخه کابل ته راورسېدئ، چي يوه اونۍ دمخه نهه تنه هندي اتباع پکښي ووژل سول.
پر صافي لنډ مارک او ډيلي هوټلونو د تيري اونۍ حملې که څه هم طالبانو ومنلې، خو هندوستان وايي دوى په دې حملو کي د طالبانو او حقاني شبکې پر لاس لرلو شک لري او داسي ښکاري چي د پاکستان د لښکر طيبه له خوا ترسره سوي وي.
دغه حملې د فبروري ٢٦- مه د صافي لنډمارک او ډيلي په نوم هوټلونو باندي ترسره سوې چي د هندوستان د نهو اتباعو او څو اروپايانو په ګډون ١٧ تنه پکښي مړه سوي وو.
د هندوستان حکومت وايي دوى په افغانستان کي ٤٠٠٠ کسان لري، چي په تعليمي موسسو، روغتونونو، د سړکونو، بندونو او نورو پرمختيايي پروژو په جوړولو کي په کار بوخت دي.
د هندوستان حکومت وايي په افغانستان کي پر هندي اتباعو پرله پسې حملو اندېښمن کړي دي، چي د امنيت په هکله يې بايد افغان حکومت ډاډ ورکړي.