دوو تنو افغان ښځو او 8 نورو د نړۍ د بيلابيلو هيوادونو څخه د زړه ورتيا نړيوالي جايزې تر لاسه كړې.
دغه جايزې هر كال د امريكا د بهرنيو چارو وزارت له خوا د نړۍ زړه ورو ښځو ته وركول كېږي.
دوې افغان ښځي شكريه اصيل او شفيقه قريشي سږ كال ددې جايزو د اخيستلو لپاره ټاكل شوي دي.
شكريه اصيل د بغلان د ولايتي شورا يوه فعاله غړې وه چي په دغه ولايت كي يې د ښځو لپاره ډير كارونه كړي وه او شفيقه قريشي د كورنيو چارو وزارت د حقوقو او كوچنيانو د څانګي مديريت مسئوله ده.
دغه جايزې د 2007 كال د مارچ را وروسته په نړۍ كي هره كال لسو هغو ښځو ته وركول سوي چي په خپلو چارو كي زړه وري او فعالي وې.