د هلمند د كرني چارواكي وايي چي نن په دغه ولايت كي د نيالګيو ايښولو او ويشلو لړۍ پيل سوه.
د هلمند د كرني رئيس غلام سخي رسنيو ته ويلي چي په دغه لړۍ كي نژدې يو لك ميوه لرونكي او غير ميوه لرونكي نيالګي شامل دي، چي په ښار او ولسواليو كي به كښېنول سي.
نوموړى وايي چي دغه ټول نيالګي د كرني رياست له خوا برابر سوي او ددغو نيالګيو د اوبو لګولو لپاره يې هم پوره تياري نيولي دي.
همدارنګه نوموړى وايي چي نن په دغه ولايت كي 8 زره نيالګي ولسي خلكو ته په وړيا توګه وركړل سوي دي.