کور / شعر / مجبور

مجبور

دجانان د ښکلا لمره سوځیدو ته دمجبور کړم
ځه له مانه لری درومه ویلیدو ته دمجبور کړم

ای دیاردمخ جماله زمادخیال په مخ کی سد شوی
زه اوبه غوندی روان وم دریدو ته دمجبور کړم

تادلمرپه شان دورځی غوندی شپه وه رڼاکړې
زه په ښکلی خوب ویده وم ویښیدو ته دمجبورکړم

ای دهجرډک شماله دشبنم په څیردخوار کړم
زه دګل په پاڼوپروت وم توییدو ته د مجبورکړم

ای دیاردلاسو ګله دزړګي په سرمې شین شوې
دوجودوینې مې زبیښې وچیدوته دمجبورکړم