كه يې څوك درسره ومني!
افغانستان ته د بهرنيانو راتګ د بدبختيو او ستونزو پيلامه وه، دوى په خپل راتګ سره ټولو افغانانو ته وښودله چې د دوى يوازې وژل، بمبارول، بندي كول او دې ورته پېښې زده دي او بس. د فارسي ژبې يو متل دى چې وايي، چيزيكه عيان است چي حاجت به بيان است، هغه څه چې موږ يې په خپلو سترګو وينو خپله پوهېږو او درك كولاى يې شو، نو د دې اړتيا نشته چې اسنادو او بېلګو ته لاړ شو. د برتانيې لوى درستيز ويلي چې په افغانستان كې به بهرنيان ۴۰ كاله نور هم پاتې شي. كه څوك ورته ووايي د څه لپار؟ د دوى ځواب به څه وي؟ كه چېرې په دې هېواد كې بهرنيانو په دې اتو كلونو كې څه كړي وي او ملت ورڅخه خوشاله وي بيا نو كولاي شي چې د ډېر وخت لپاره هم پاتې شي او كه چېرې يې څه نه وي كړي او يوازې خلكو ته يو سرخوږى شوي وي بيا نو يې نور يوه ورځ هم پاتې كېدل زموږ لپاره له ستونزو څخه ډك دي.
نوموړي څرګنده كړې چې په افغانستان كې به جګړه راتلونکي کال (۲۰۱۱)کمه شي، خو دى تمه لري چې لويديځ هېوادونه به د افغانستان له حکومت سره د امنيت او پرمختيايي چارو په برخه کې تر څلوېښتو کلونو پورې مرستې ته دوام ورکړي.
نوموړى به همدا اوس د هلمند عمليات له افغانانو سره په مرسته كې شمېري، دا يو څو دولتي كسان خو ټول ملت نه دى. له ملت څخه دې وپوښتي چې هغوى دا ډول عمليات چې د سلګونو كسانو د مرګ ژوبلې او كور ورانۍ لامل كېږي غواړي كه يې نه غواړي؟ كه چېرې يې ملت نه غواړي بيا خو دا هېڅ كله هم مرسته نه شي كېداى، بلكې دا يوازې يو استعمار دى او بس. ځكه چې پرته د ملت له خوښې دا ډول عمليات روان دي. نو اوس دې دوى خپله قضاوت وكړي چې دا عمليات مرسته ده كه د دې پرعكس خو دا ټولو ته څرګنده ده چې دا مرسته نه ده بلكې يوازې د افغانانو تصفيه او د هغوى وژل دي. اوس هر هېواد غواړي چې خپلې جوړې شوې وسلې د افغانانو په ككرو و ازمويي.
لويديزوال فكر كوي چې طالبان يې كمزوري كړي دي او د دوى په وينا ډېر ژر به يې له منځه يوسي. خو كه چېرې د دوى تګلاره په همدې ډول روانه وه، نو لرې نه ده چې د دوى د تګلارې له امله به هر كس ورته طالب كېږي، ځكه چې دوى په خپله داسې يو كار ته لاره اواروي، دوى په يو كور حمله كوي، د هغې كور مشران او ډېرى نور وګړي وژني نو په دې وخت كې هر د عقل خاوند پوهېږي، چې د كورنۍ پاتې شوي كسان به د خپلو وژل شوو كسانو غچ اخلي. هر هغه كس چې په دې وخت كې د بهرنيانو له چاپې څخه ژوندى پاتې كېږي نو خامخا طالب ورڅخه جوړېږي. ځكه چې زموږ په ملك كې د بدو اخيستل ډېر اهميت لري او هر څوك هڅه كوي چې هر څومره ژر كېږي د خپل ورور او يا هم د كور د كوم بل غړي له قاتل څخه بدل واخلي.
ډيلي ټيلګراف ورځپاڼې د ډېوېډ ريچارډ له قوله ويلي، چې دوى فکر کوي چې په افغانستان کې به تاوتريخوالي په ۲۰۱۱ کال کې پاى ته ورسېږي. د برېتانيا لوى درستيز په عين حال کې ويلي، چې د افغانستان له حکومتي ادارو او پرمختيايي چارو سره به د برېتانيا مرستې ممکن څو لسيزې نورې هم دوام وکړي. حاضردمه برېتانيا په افغانستان کې شاوخوا لس زره پوځيان لري چې لويه برخه يې د هلمند په ناکرار ولايت کې ځاى پر ځاى ده.
د برېتانيا لوى درستيز په افغانستان کې خپلو پوځيانو ته د برېتانيا له لوري د نورو امکاناتو د ورکولو هرکلي وکړ، خو ويې منله چې په افغانستان کې موجود برېتانوي ځواکونه له څو کلونو راهيسې له ښو وسايلو بې برخې وو. د برېتانيا لوى درستيز په افغانستان کې د ماتې په وړاندې خبردارى ورکړ او ويې ويل: فکر نه کوم چې موږ دې په افغانستان کې ماته وزغملاى شو، ځکه چې له دې سره به د ديموکراسۍ او ازادۍ مخالفين لا وهڅېږي. نوموړي زياته كړې، چې طالبان اوس دې درک ته نژدې شوي چې د جګړې بايلونکي دي. د برېتانيا د لوى درستيز د خبرو له مخې طالبان نژدې دي چې بايلونكي شي.
خو نوموړي دا نه دي ويلي چې يوازې په مرجه كې، كه په ټول هېواد كې، ځكه نن ورځ يې هېوادوال او نړۍ وال په خپلو سترګو ويني چې د هېواد اكثريت برخې د طالبانو په لاس كې دي. خو كه چېرې په دې ډول عملياتو ته پرمختګ وايي چې اكثريت هېوادوال په كې در په در كېږي، كورونه يې ړنګېږي او دوى هم د يوې مړۍ وچې ډوډۍ په ارمان كېږي. نو په دې ډول پرمختګ به دوى خپلې موخې ته ونه رسوي. يوازې دومره به وكړي چې د ځان په وړاندې به د ټولو افغانانو كينه څرګنده او روښانه كړي.