رښتياهم چې مشرانوهېڅ هم پټ ندي پرې ايښي اوڅه يې چې ويلي په نن زمانه كې مخ دحقيقت په لور روان دي اوددې موقع وخت به رانشي چې خداى مكړه هغوى دروغجن ثابت شي ،خير راځواصلي خبرې ته اوهغه داسې چې ښاغلي ډاكټرصاحب عبدالله بياكوم خوب ليدلى چې دى پكې دى پاچاكېږي ،نوپه دې خاطريې په دې ورځوكې يوځل بيا خپلو سياسي تبليغاتوته كش وركړى دى او د ښاغلي حامدكرزي ترمشرۍ لاندې حكومت پرخلاف غونډې اوجلسې دايروي اوتل پكې په دې خبره زيات ټينګار كوي چې ولس بايد سياسي پاڅون وكړي اوپه دې ترتيب سره دكرزي ترقيادت لاندې حكومت له پښو وغورځوي اوپرځاى يې خپل ځان تردې څوكۍ ورورسوي ،داچې ډاكټرعبدالله خلكوته ځان څومره مخلص پروطن مين اودولس خدمتګارمعرفي كوي زه فكركوم چې دادده لويه اشتباه ده ځكه چې اوس ټول افغانان هغه كه په داخل دهېوادكې دي اوكه له هېوادڅخه بهر دى پوره پېژني اوس حالات هم هغه ډول ندي چې هرڅه به دده په امراودده په زړه كېدل اوس چې كومې هڅې دده په وينا دنظام دجوړولولپاره روانې دي دادنظام دجوړولولپاره نه بلكې دلاګډوډولولپاره روانې دي دى غواړي چې په يوڅه چل اونيرنګ خپل ځان يوځل دارګ تردېوالونو ورورسوي بيانو چې دده په زړه دافغانانواوپه خاص ډول دپښتنولپاره كومې پولۍ ولاړې دي هغه به ټولې وچوي اويخې اوبه به پرې تويې شي .
دسلواغې په شپږويشتمه نېټه له هېوادڅخه دسورپوځ دوتلودورځې په مناسبت چې كومه نمانځغونډه جوړه شوې وه يوځل بيا دډاكټرعبدالله عبدلله لخواپه دې خبره څو څو واره ټينګار وكړ چې داوسني نظام په اړه سياسي پاڅون ته زياته اړتياليدل كېږي هغه اوسنى نظام په دې تورن كړچې هېچاته پكې خپل حقوق نه وركول كېږي اونه ورته دخپلو حقوقو دغوښتلو اجازه وركول كېږي .
خودلته بايد له ډاكټرصاحب څخه داپوښتنه وشي چې ايا ښه او پُرعدالته نظام همداسې وي لكه كله چې دطالبانو حكومت ړنګ اوپرځاى يې دښاغلي حامدكرزي ترمشرۍ لاندې مؤقته اداره رامنځته شوه اوپه دې دوره كې ته دبهرنيوچاور وزير وټاكل شوي اوله ټاكل كېدوسره سم دې ټول واك او اختيار دشمالي ټلوالې په لاس كې وركړ ايا سم اوپرځاى نظام همدې ته ويل كېږي چې غيرله يوې ټلوالې څخه په كې نورڅوك حق ونلري ،اياته بريالى نظام همدې ته وايي؟
خوپه هغه وخت كې ستاله خولې څخه دكرزي دحكومت په اړه يوه خلاف خبره هم وانه ورېدل شوه اوتل دې دكرزي دحكومت طرفداري كوله ولې چې هغه وخت كې دحكومت اتياسلنه ستادډلې وه ښاغليه اوس ټول افغانان له تاڅخه متنفره دي ،او نه غواړي چې ستا سيورى هم پرې ولوېږي .
زه وايم چې اوس هغه وخت رارسېدلى دى چې جناب عبدلله عبدلله دې له خپل ذهن څخه دې خبروته رخصت وركړي چې ګوندې افغانان به دده په كليشوي ويناوو يوځل بيا تېروځي نه هېڅكله به داسې ونه شي ځكه چې داولس هم په دې هېوادكې له باروتو،ټانكونو ،توپونو اوطياروسره رالوى شوى او رالويېږي اوس دوى دهرچاپرخبرو بېل بېل فكركوي دهرچانظربېل ترڅېړنې لاندې نيسي او وروسته له ټول نچوړ څخه پرېكړه كوي .
نوښه به داوي چې ښاغلى عبدالله هم دنورو عادي افغانانو په څېر خپل عادي ژوند غوره كړي اولدې غولوونكي سياست څخه لاس واخلي او نه دې غواړي چې په هېوادكې يوه نوې لوبه پيل كړي اونه دې خلك دې ته هڅوي چې په سياسي پاڅون او لاريونونو لاس پورې كړي ،ځكه چې په لاريون اوپاڅون كې خوټول دغريب اوبېچاره خلكو زامن وژل كېږي او كورونه يې ړنګېږي ،داهم نه وي معلومه چې دلاريون اوګډوډيوپه ورځوكې به دى په كوم هېوادكې په كوم مشهورهوټل كې په يوپوست اونرم كوچ ناست وي اودكېبل له لارې به په افغانستان كې په لاريونونو كې دبېګناه اوبېچاره خلكود وژل كېدوننداره كوي اوخوند به ترې اخلي اوبه به خړوي اوخپل كبان به پكې نيسي.
خونوربه كه دالله تعالى رضاوي دده داارمان نه پوره كېږي اونه به افغانان پخپلوكې سره لاس اوګرېوان وويني ځكه چې اوس دداشان وطن پلورونكيواو نه ژمنوخلكوپه شوموتوطيو ټول خلك پوه شوي دي.
كله چې په يوه هېواد كې پارلمان ،قضااوستره محكمه وجودولري په هغه هېواد كې هېڅوك نشي كولاى چې په خپل سر له يوڅو داسې كسانو سره چې دهېودپه ورانولو كې دخيل دخپلو شخصي موخودترسره كولو په خاطر لاريونونه په لاره واچوي ،نوموږ دالله تعالى فضل دى هم پارلمان اوهم قضالرونو په داسې حالاتوكې پاڅون اوانارشي زموږپه هېودكې دنافذه قوانينوته په نظرسردنظام پرضدوسلوال پاڅون ته خلك هڅول نه دهېوادپه ګټه دي اونه هم دهېوادوالو،اوكه بياهم ددغه شان خودغرضه اشخاصوله خوا داسې كوم عمل ترسره شي نو پايلې به يې ډېرې بدې او خواشينونكې وي اودابه بېرته ترډېره حده دهغوى پرزيان تمامه شي او حكومت به ددغه شان اشخاصومخه په هرصورت اوهروخت كې ونيسي،افغانان به هم ددې خامارخوله بندوي اودې ته به اجازه ورنكړي چې دنورو دشومو موخو قرباني شي .