کور / تازه خبرونه / د امریکایی پوځ مړي او زخمیان ۱۴۳۹۶ ته ورسېدل

د امریکایی پوځ مړي او زخمیان ۱۴۳۹۶ ته ورسېدل

د امریکا د دفاع وزارت ( پنتاګون ) په خپل یو راپور کی اعتراف کړی چی په افغانستان کی یې د ۲۰۰۹ کال تر پایه د وژل سوو پوځیانو تعداد ۹۳۶ ته رسېدلی و ، او د زخمي پوځیانو تعداد دیې هم ۴۷۴۸ ته رسېدلی و ( چی په دې کی معیوب او فلج سوي پوځیان هم شامل دي ) . د زخمونو یا ناروغیو له امله د صحنې څخه د ایستل سوو پوځیانو شمیر هم ۸۷۱۲ و ، چی دا جمعأ ۱۴۳۹۶ نفره کیږی . راپور زیاتوی چی د دې نه پرته ، نورو قراردادیانو ( د پنتاګون لخوا ملکی ګومارل سوو کسانو ) هم لوی تلفات ورکړي چی د ۲۰۰۹ تر پایه د هغوی ضایعات په دې ډول دي : ۱۷۵۷ کسه وژل سوي او څه باندی ۳۹۰۰۰ نور یې هم ژوبل او معیوب سوي دي ( خو په دغه تعداد کی عراق او افغانستان دواړه شامل دي ) . د دغو ټولو کسانو علاج او د وژل سوو بیمه په بلیونونو ډالرو ته رسیږی حال دا چی دا لړۍ اوس هم په خپل شدت سره جریان لری او وروسته نور ۶۵ وژل سوي پوځیان پکښی شامل نه دي .