haqyar@gmail.com
په ۲۰۰۱ زېږدېز كال كله چې امريكا پر افغانستان د بريد لپاره د يو نړيوال ائتلاف د جوړېدو لپاره د ملګروملتونو د امنيت شورى وهڅوله نو د امنيت شورى هم د طالبانو د حاكميت د رانسكورولو لپاره له امريكا سره لاس يو كړ. دا چې امريكا او په ټوله كې د ملګروملتونو د امنيت شورى ولې د طالبانو د حكومت رانسكورول ضرور وبلل، آيا طالبان په رښتيا هم لوېديځې نړۍ ته ګواښ ول.
آيا هغوى د پان اسلاميزم دعوه كړې وه؟ او كه كړې يې وه نو د دې دعوې دعملي كېدلو لپاره له هغوى سره اړينې شونتياوې وې؟ آيا لو ېديځوالو او په سر كې يې متحده ايالاتو افغانستان ته اړتيا درلوده او كه د دوى په اصطلاح د بنسټ پالنې (فنډامينټليزم) له منځه وړلو ته؟. آيا له ديني پلوراليزم څخه د طالبانو دبرداشت نړيوال اټكل څومره سم اوڅومره ناسم وو ؟ آيا واقعاَ طالبان له نړۍ سره نه پخلا كېدونكى جريان وو او كه د نړۍ مغرضو او لويو ځواكونو له هغوى سره تفاهم او پخلاينه نه غوښته؟، آيا طالبان پخپله انزوا او تجريدخوښه كوونكي وو او كه مطرحو ځواكونو انزوا، تجريد، سخت دريځۍ او دنه پخلاينې له سياست او پاليسۍ سره نابلدتيا ته اړوېستي وو؟ آيا د سپتمبر يوولسمه په رښتيا هم د القاعده لخوا د اسلامي انتقامي جذبى پر بنسټ تر سره شوه او كه د دې ډارمې سناريو د صهيونستي د كتورين لخوا په ډېر مهارت او ځيركتيا ليكل شوې وه؟ آيا د سپتمبر د يوولسمې د ډرامې كركترونه او لوبغاړي افغانان وو او كه نور خلك چې نن يې په ټس كې افغانان وژل كېږي؟ آيا د سپتمبر د پېښې له ترسره كوونكيو سره دافغانانو مرسته ،خواخوږي ،عادي پېژندګلوي ،آن له دې پېښې تشه خبرتياهم موجوده وه؟ د دې اودېته د ورته نورو لسګونو پوښتنو ځواب نه ليكو او نه پرې تماس نېسو خو اوس چې قانوني او كه ناقانونه و، افغانانو غوښتل او كه نه يې غوښتل افغانستان د ۴۱ هېوادونو پر عصري او ماډرن وسلو سمبالو پوځيانو، د نړۍ، ځواكمنو استخباراتي چينلو او كشفي ارګانونو د نظامي او استخباراتي او د نړۍ له ۲۰۰ د ډېرو هېوادونو د ديپلوماتيك او سياسي حشر ډګر ګرځېدلى نو دې جرياناتو او زور ورو مېلمنو افغانستان ته د خپل راتګ پر مهال له افغانانو او افغان حكومت سره له پوځي او استخباراتي ماموريت پرته ګڼې نورې ژمنې هم كړې وې . دوى دهر ښكېلاك له خوى سره سم د افغانستان د بيارغوني، ودانولو، سمسورولو، د افغانستان د آبادۍ، د افغانانو د هوسايۍ او څوكالۍ، د دې هېواد د پرمختګ، د افغانانو د سياسي او اقتصادي پرستيژ د لوړوالى، د افغانانو د امنيت، ساتنې، د دوى د سر، مال، ناموس حيثيت او شخصيت د ژغورنې او درناوي ژمنې هم كړې وې.
.
ځينې افغانانو هم خپل هېواد ته دشتمنو ،بډايو،ځواكمنو ، دبشردحقوقو اوانسانيت ته دنېكمرغۍ دډآلۍ كوونكيو دمدعي هېوادونو راتګ نېك شګون وګاڼه خو له بده مرغه دادى اوس په افغانستان كې دبهرنيو ځواكونو دسياسي او پوځي شتون نهم كال پيلېږي داموده كه ددې لپاره بس نه وي چې د ټول افغانستان بڼه ورسره بدله او افغانستان له هره پلوه ګل او ګلزار شي خو ددې لپاره بيخي بس اوآن ډېره ده چې دافغانانو په ژوندكې انډوليز او محسوس هراړخيزبهبود راشي .
خودادى اته كاله وروسته دافغانانوله يوې ډېرې كوچنۍ كتلې پرته چې دبهرنيومرستو اوفنډونوناوه پرې بهېږي نور ټول افغانان هماغسې درپه دره او خاورې پرسر دي .
نړيوال دعوه كوي چې هركال په افغانستان كې ددوى په وينا، له ترهګرۍ سره پر مبارزې او له افغانانو سره پرمرستې شاوخوا زر ميليارده ډالر لګوي چې له شك پرته ددې احسان بار دافغانانو ملاوې ماتې كړي دي او په بدل كې يې دافغانانو لسګونه زره بې ګناككرۍ ددوى دوحشت ښكار شوې خوكه ددې مرستو او لګښتونوعشراو نصف العشر هم دافغانانو دژوند دپرمختګ لپاره لګول شوې واى ، نو نن به په افغانستان كې حالات بدل واى
دادى په افغانستان كې له اته كلن حضور او زورازمويلو وروسته بهرنيان لدې هېواده خپلې پښې سپكوي او داسې ښكاري چې دوى افغانستان يوځل بيا همداسې وران ويجاړ پرېږدي.
دامريكاد متحده ايالاتو ولسمشر بارك ا وباما د۲۰۱۱ له نيمايي يا په جولاى مياشت كې په تدريجي ډول دخپلو پوځونو دوېستلو علان كړى دى ،دمنځنۍ اروپا اړوند هېواد هالند هم له افغانستان څخه خپل پوځيان باسي ان په افغانستان كې ددوى دپوځيانو دشتون پرسر خوتېره اونۍدهالند دليبرال (كارګر )ګوند او دپيټربالكينينډي په مشرۍ دحاكم ګوند ترمنځ دومره ژور اختلاف راغى چې ليبرال ګوند له حكومت څخه دبېلتون پاڼه په هاګ كې دهالند ملكې پيټر بكس ته وركړه او دهالند حكومت هم ونړېد چې په پاى كې يې پرېكړه وشوه چې دروان كال له اګست څخه به له افغانستان څخه ټول ۲۰۰۰هالندي پوځيان ووځي.
همداراز انګريزان او جرمنيان هم په راتلونکي 2011 زکال کې د ځواکونو ايستل پيلوي
انګريز جنرال سر ډېوېډ ريچارډز له (( ټيلي ګراف )) سره په مرکه کې ويلي ، چې انګريزي ځواکونو به په راتلونکې زېږديز کال کې له افغانستان نه په وتلو پيل وکړي او په پنځه کلونو کې به دغه بهير پای ته ورسېږي
له بلې خوا د جرمني د بهرنيو چارو وزير (( ګيدو وېستروېلې )) هم وروسته له هغې ، چې د جرمني پارلمان ((بوندېس تاګ )) په افغانستان کې د جرمني ځواکونو د پاتې کېدو موده يو کال نوره هم وغځوله ويلي ، چې راتلونکی کال به جرمني له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو لړۍ پيل کړي.
دتېركال دمني سروې ښيي چې ۷۵ سلنه انګريزان او ۸۶ سلنه جرمنيان په افغانستان كې ددوى پوځونو له ماموريت سره مخالف دي .
همداراز كاناډا ، فرانسه او دناټو نورو مطرحو هېوادونو هم يا له افغانستان څخه دخپلو پوځونودوتلو اعلان كړى اويا دنورو پوځيانو لېږلو ته چمتوندي. په افغانستان كې دكاناډايي پوځيانو دشتون موضوع دكاناډا دلومړي وزيرسټيفن هاربر داستعفى لامل هم شوه .
آن تېره مياشت چې كله په بروكسل كې دافغانستان په اړه دناټو غونډه روانه وه نو ددې سازمان مخ ته په افغانستان كې دناټو دماموريت پر ضد سترلاريون هم وشو .
داچې بهرنيان وځي او يا وېستل كېږي او په افغانستان كې له تويو شويو وينو،ټپيانو ددوى دبمبارد او له دوى سره په جنګ كې دځانمرګيو له امله له جوړوشويو كنډوالو پرته نورڅه پرې نږدي نو آياافغانان هم به بيا هم دوى خپل ستراتيژست دوستان وبولي؟ از آيا دوى به له افغانانو سره ددوستۍ تمې كوي ؟
آيا دادهماغې ناكامې ستراتيژۍ او سياسي اشتباه تكرار ندى چې امريكا او لوېديځې نړۍ دوه ځله يوځل دارواښاد سردار محمدداوودخان دصدارت پرمهال او يوځل په ۱۹۹۲ كال دافغانستان په اړه وكړه .
كه دوى افغانستان همداسې كنډراو افغانان وږي تږي پرېږدي نو افغانان ښايي يوځل بيا روس او ياچين ته مخ واړوي په تېره نږدې ماضي كې هم افغانان او افغان حكومتونه دامريكا دبې پروايۍ او بېځايه غرور له لاسه دروسانو منګولو ته لوېدلي وو .
كه څه هم افغانان له روسانو هم چندان ښې خاطرې نلري خوداچې هغوى دخپل نفوذ په وخت كې دلته ډېرې بنسټيزې او سترې پروژې ترسره كړي دا كه په لوړه بيه وې او كه دسياسي موخو لپاره بېله خبر ده خو له ځينو تاسيساتو او دننګرهار دكانال په څېر له لويو پروژو سره خو دهغوى نوم يادېږي . دامريكايانو نوم به له څه شي سره ياد شي ،؟ يواځې د ودونو ،ختمونو،جنازو له بمبار او ټول وژنې سره او كه په سپيانو دافغانانو له داړلو ،دمېرمنو له تالاشۍ ، دبګرام او ګونتانامو له زندان او كه له … سره .
هيله ده چې داځل امريكايي ستراتيژستان تېرې اشتباه ګانې تكرار نكړي اوله تفكر او تدبر وروسته داسې ګامونه واخلي چې له افغانانو سره يې دوستي هم دوامداره وي او افغانان ترې نېكې خاطرې هم ولري .
باور لرم چې يوباوجدانه افغان هم له افغانستان څخه دروسانو له وتلو سره مخالف ندى خو پوښتي چې ولې امريكايان او په ټوله كې لوېديځوال له افغانانو سره دومره ظلم او ناځواني كوي .