کور / خبرتیا او پيغامونه / د ځوان شاعر هارون حکيمي سره دخواخوږۍ پيغامونه

د ځوان شاعر هارون حکيمي سره دخواخوږۍ پيغامونه

درنو لوستونکو !

له بده مرغه وروستۍ دوې اوونۍ د لراوبر پښتون وطن د فرهنګي کورنيو لپاره د غم او ماتم څخه ډکي وې او زموږ د قام يو شمېر کلتور پاله کورنۍ په پرله پسې توګه دغم پر ټغر کښېنستلې .

په تېرو ورځو کي موږ د خپل قام د يووالي نوميالی مبارز ښاغلی اجمل خټک له لاسه ورکړ ، د نوموړي دغم پر ټغر ناست و چي د پښتو ژبي يو بل نوميالی شاعر او اديب ښاغلی عبدالمجيد بابی په شهادت ورسېد ، د شهيد بابي خبر لا خوله پر خوله ګرځېدئ چي د ژبي او فرهنګ خادم اسدالله دانش ځوان زوی ځوانيمرګ سو ، لا بياهم زموږ د غم تغر ټول نه سو چي په زابل کي يوې بلي کلتورپاله کورنۍ ته خپل د شهيد تابوت ورسېدئ .

دا وروستی شهيد زموږ د کلتور ، ژبي او شعري نړۍ د تاند ملګري هارون حکيمي اکا و چي د حوت پر لسمه د کندهار سپين بولدک پر لويه لاره پر بهرنيو ځواکونو د يوه ځانمرګي بريد په ترڅ کي په داسي حال کي شهيد سو چي پر دې لاره يې سفر کاوه .
بيا هم دا پوښتنه راپيدا کيږي چي : (( موږ څه ګناه کړې ده ؟؟)) چي د غم له پاسه مو بل غم مېلمه وي .

د لراوبر ويبپاڼي اداره او ټول همکاران د نورو ټولو تر څنګ د خپل همکار هارون حکيمي او ددوی له درنۍ کورنۍ سره په دې غم کي ځانونه شريک ګڼي او له لوی خدايه ورته د جميل صبر دعا کوي .

د ټولو ارواښادو ارواح دي ښاد وي .

په درناوي
د لراوبر اداره

تبصره نسته

  1. دخواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د خواشينۍ پيغام

    نيټه: ١٠/١٢/١٣٨٨ – ٢/٣/٢٠١٠

    په ډېري خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي پرون د حوت د مياشتي پر١٠ نيټه د هغه ځانمرګي تروريستي بريد له امله چي د کندهار ولايت د ترنک د پله په غاړه ترسره سو د ځوان تکړه شاعر، هڅاند ليکوال او ژورناليست هارون حکيمي اکا شهادت ته رسيدلي دي.

    انا لله و انا اليه راجعون

    د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه پلاوي او ټول غړي ښاغلي حکيمي او د دوي د درني کورنۍ سره په دغه غم کې ځان شريک بولي، د خداي (ج) د دربار څخه ارواښاد ته جنت الفردوس او کورنۍ ته ئي جميل صبر غوښتونکي دي.

    په درنښت،
    الحاج غرزي خواخوږی
    د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر

  2. د نوري کلتوري ټولنې دخواخوږۍ پیغام
    په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هیواد د ځوان تکړه شاعر او ژورنالیست هارون حکیمي اکا پرون د کندهار ولایت د دامان ولسوالي د ترنګ د پله په سیمه کي د یوه ځانمرګي برید له امله په شهادت ورسېدﺉ.
    نوري کلتوري ټولنه د حکیمي صاحب د اکا دشهادت د خبر په اورېدو سره،د يو لوى ویر احساس کوي. الله پاک دي شهید ته فردوس جنت په نصيب کړي .
    نوري کلتوري ټولنه د دوی دکورنۍ غړو او ټولو دوستانو ته د خپلې ژورې خواشینۍ او خوا خوږي مراتب وړاندې کوي ددوى په غم کې ځان شریک بولي . شهید ته د فردوس جنت او کورنۍ او خواخوږو ته یې دالله پاک په دربارکې د جمیل صبر دعا کوي.

    دنوري کلتوري ټولنې مشرتابه هیات

  3. ZA DA GRAAN WROR HAKIMI DE AKAA PA SHAHADAT KHABAR SWAM AW ZAAN LA GRAAN
    HAKIMI SAHIB SARA PA DI GHAM KI SHARIK GANAM
    ALLAH DI PA RATLONKI KI DAA DAUAL GHAMONA
    PA PASHTANO NA RAWALI ALLAH DE DE SHAHID
    TOLI KORANEY TA AJER AW JAMIL SABER WARKRI
    PA DEER DRANASHT ZAHIN

  4. د خپل خواږه ملګري او خوږ شاعر هارون حكيمي د اكا پر مړينه خواشينى يم، ارواښاد ته دې خداى جنتونه وركړي.
    ګران حكيمي او د هغه درنې كورنۍ ته دې خداى پاك صبر او زغم وركړي.
    الله پاك دې ګران حكيمي، د هغه كورنۍاو موږ ټول له غمونو وساتي

  5. ګرانه حکیمی ستا اکا د خدای وبښی تاسو او ستاسو درنی کورنی ته د زړه صبر غواړم. د ایمیل په وسیله خپله غمشریکی درته ځرګنده وم.
    په درناوی

  6. ښاغلی حکیمي صاحب
    افغانستان په ځانگړې توگه د افغانستان پښتون میشتې سیمې په نړۍ کې خبر جوړوونکې لري چې په هر گام کې ېې ددغه کړېدلي ټاټوبي د پتمنو بچیو وینه په دېرې بیرحمۍ بهول کیږي او هره ورځ د پښتنو د بڼ یو گل رژول کیږي. د ډېرې خواشېنۍ ځای دی او دغه خبر مې واورید. دغه لنډې کرښې زما د غمرازۍ په توگه ومنه او موږ ټول ستاسو په غم کې ځانونه گډ بولو، الله دې نور زموږ د ربړېدلي ولس له ستوني څخه دغه خونړۍ خپړې لېرې کړي او داسې یوه شیبه دې موږ ټولو ته را ډالۍ کړي چې په هغه کې لږ تر لږه د څو ورځو لپاره په کراره سا و ایستلی شو. په ټوله پښتنه مینه

  7. شمال ميشتو فرهنګيان د حكيمي صيب په وير ځان شريك بولي

    په خواشينې سره مو په تېرو څو ورځو كې د پښتو ادب د ځينو فرهنګيانو كورنۍ د خپلو درنو او خوږو غړو په وير اخته شوې، په دې برخه كې د ځوان شاعر هارون حكيمي كورنۍ هم د ده د ښاغلي تره د ناڅاپي مرګ په وير كېناسته.
    په هېواد كې د پښتون وژنې روان ناتار مو هره ورځ سترګې په اوښكو لمدوي.
    شمال ميشتي فرهنګيان او د دغو ولايتونو د ادبي بهيرونو غړي له حكيمي صيب سره په ورپيښ وير كې ځان شريك بولي. ده او درنې كورنۍ ته يې د صبر غوښتنه كوي او خداى بښلي تره ته يې د جنت غوښتونكي دي.
    خداى دې وكړي چې هغه ورځ هم راشي، چې د تېرو څو ورځو په شان له پښتون سره د وير پر ځاى په خوښي كې شريك شوو.
    امين

  8. ددريځ دعلمي اوكلتوري ټولنې دخواخوږۍ پيغام
    په ډيره خواشينۍ سره موخبرترلاسه كړچې دزابل ولايت دتانداوخوږژبي شاعرهارون حكيمي اكاپه شهادت رسيدلی .
    ددريځ دعلمي اوكلتوري ټولنې دمشرتابه جرګګۍ اوغړي له ګران حكيمي صيب سره پدغه غم كې ځان شريك بولي ، ارواښادته دسترواكمن ( ج ) له سپيڅلي دربارڅخه دفردوس جنت اوپاتې كورنۍ ته يې دجميل صبرغوښتنه كوي خدای ( ج ) پاك دې پښتون ټبرنورله داډول مرګونواوويرونوڅخه وساتي .

    په تل پاتې كليواله پښتني مينه
    ددريځ دعلمي اوكلتوري ټولنې دمشرتابه جرګګۍ په استازيتوب فضل الرحمن عمريخل

  9. په ډېره خواشنینۍ سره خبر شوم چې د خوږژبي شاعر او لیکوال، هارون حکیمي اکا په کندهار کې د یوه ځانمرګي برید له کبله د شهادت جام پورته کړ.
    قال اناالله و انا الیه راجعون
    الحکم الله
    له لوی رب االعزت نه د شهید ټولي کورنۍ او خوږمندو ته دجمیل صبر غوښتنه کوم.

  10. زه هم له خپل اړخه ګرانه حکیمي صاحب او د هغه درنې کورنۍ ته د جميل صبر غوښتنه کوم او خدای بښلي اکا ته یې د فردوس جنت هیله لرم. پدې هیله لاسونه لپه کوم چې د حکیمي صاحب د اکا غم دې د پښتون ولس وروستی غم شي.

  11. زه هم په خپل وار ګران ملګری او دپښتو ژبی خوږ ژبی شاعر هارون حکیمی ته او د هغه درنې کورنۍ ته د جميل صبر غوښتنه کوم او خدای بښلي اکا ته یې د فردوس جنت هیله لرم. پدې هیله لاسونه لپه کوم چې د حکیمي صاحب د اکا غم دې د پښتون ولس وروستی غم شي.
    په درنښت

  12. د گران او خوږ ژبي شاعر هارون حکيمي د اکا د وفات له کبله ښاغلي هارون حکيمي او د ده ټولې کورنۍ ته د لوى خداى ج له دربار څخه د جميل صبر غوښتنه کوم. د ارواښاد لپاره د الله ج په دربارکې د مغفرت دعا کوم او لوى خداى ج دې ورته قبر د جنت فردوس روضه وگرځوي. انالله وانا اليه راجعون.

    په درناوي
    وکيل متين

  13. د چونغر ادبی بهیر په نمایندګی په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هیواد د ځوان تکړه شاعر او ژورنالیست هارون حکیمي تره د کندهار په ولایت کی د یوه ځانمرګي برید له امله په شهادت ورسېدﺉ.
    چونغر ادبی بهیر د حکیمي صاحب د تره دشهادت د خبر په اورېدو سره د يو لوى ویر احساس کوي. الله پاک دي شهید ته فردوس جنت په نصيب کړي .
    چونغر ادبی بهیر د دوی دکورنۍ غړو او ټولو دوستانو ته د خپلې ژورې خواشینۍ او خوا خوږي مراتب وړاندې کوي ددوى په غم کې ځان شریک بولي . شهید ته د فردوس جنت او کورنۍ ته یې دالله پاک په دربارکې د جمیل صبر دعا کوي.

    په درناوی
    چونغر ادبی بهیرپلخمری

    فاروقی

  14. ګرانه وروره هارون جانه!
    د ځوانانو په استازيتوب زموږ د تسليت مراتب ومنه. خداي دي ستاسي د محترم اکا شهادت قبول کړي. او تاسي ته دي څښتن تعالي جميل صبر درکړي.
    په درنښت

  15. د سپوږمۍ راډيو مشرتابه او ټول کاروکوونکي له خپل ګران همکار هارون حکيمې سره ځان په دغه غم کې شريک بولي. ارواښاد ته د فردوس جنت او کورنۍ ته يې دجميل صبر هيله کوي.

  16. د سپوږمۍ راډيو مشرتابه او ټول کاروکوونکي له خپل ګران همکار هارون حکيمې سره ځان په دغه غم کې شريک بولي. ارواښاد ته د فردوس جنت او کورنۍ ته يې دجميل صبر هيله کوي.

  17. حکيمي صاحب دالله ج له ستر دربار څخه شهيد ته دمغفرت او تا اوستاسو درني کورنۍته دصبر جميل غوښتنه کوم.

  18. هارون حکيمي ته د ډاډګيرني ليک

    الحکم الله
    ډير غمجن يو چي د ځوان ، پياوړي او خوږ ژبي شاعر هارون حکيمي د کاکا د مړيني خبر مو واورېدی.
    انا الله انا اليه راجعون
    سلام فرهنګي ټولنه ، د لمر څرک مهالنی او د باوري صنعتي مطبعې اړوندان ، د لوی څښتن عزوجل ( ج ) له حضوره متوفی ته د فردوس جنت او کورنی ته يې د جميل صبر دعا کوو.
    امين يا ر ب ا لعالمين
    د باوري صنعتي مطبعې مشر
    الحاج محمد جان باوري
    د لمر څرک مهالنی مسول مدير
    حاجي امين باوري
    او د سلام فرهنګي ټولني په استازيتوب
    پوهنوال محمد رسول باوري

  19. د گران او خوږ ژبي شاعر هارون حکيمي صاحب ته د اکا د شهادت له کبله ښاغلي هارون حکيمي او د ده ټولې کورنۍ ته د لوى خداى ج له دربار څخه د جميل صبر غوښتنه کوم. د ارواښاد لپاره د الله ج په دربارکې د مغفرت دعا کوم او لوى خداى ج دې ورته قبر د جنت فردوس روضه وگرځوي. انالله وانا اليه راجعون.

    په درنښت
    لعل محمد

  20. ګران حکيمي صاحب
    خداي(ج) دي ستاسو د اکا شهادت قبول مړي او خداي (ج) دي زموږ او ستاسو د اولس څخه نور د غمونو ټغر په خپل فضل او کرم سره ټول کړي.

    په درنښت،
    حکمت الله څرک
    د کندهار فلم ا نندارې مشر

  21. دهارون حکیمي سره دسپیني ادې دټولني خواخوږي
    د تکړه شاعر،لیکوال اووتلي ژورناليست هارون حکیمي اکا دشهادت جام نوش کړ.
    خبر سوو چي د هيواد د وتلي خبریال ،شاعراولیکوال هارون حکیمي اکاد حوت د مياشتي پر١٠ نيټه دکندهاربولدک پرلویه لارسفرکاوه چي کندهارته نېژدې په هغه بریدکي شهیدکړل سوچي هدف یې بهرني عسکروه
    انا لله و انا اليه راجعون
    دمورچل ويبپاڼي مسؤلین اوپه هرات ولایت کي میشت فرهنګیان په داسي حال كي چي له ښاغلي حکیمي سره په دې غم كي ځان بشپړ شريك ګڼي، دڅښتن تعالی له دربار نه شهید ته فردوس جنت او كورنۍ ته یې د جميل صبر دعا كوي .
    دسپیني ادې ادبي اوکلتوري ټولنه – هرات

  22. حکیمی صیب موژهم ستااوستاسو تولی کورنی سره په دی غم کی زانونه شریک بولو الله(ج)دی شهیدته جنت فردوس اوستاسی گرانی کورنی ته دصبرجمیل غوشتونکی یم

  23. هارون جانه !
    د اکا شهادت دې خدای قبول کړه .الله ج دې تا او ستاسې ویرجنې کورنۍ ته د زړه صبردرکړي.

  24. za ham khaghali hakeemi ta tasaliat wrandy kawam
    dy da dy tra mrena zamong da watan zaia da korany ta ye saber ghwaram ao da ta da allah janat alferdaws po nasib kry

  25. garhan Hakimi sahib Allah di da aka shadat qabul kare ta wa sta ta tuly kuarnta da Allah na da zra sabar ghwarm

  26. د خپل خواږه ملګري او خوږ شاعر هارون حكيمي د اكا پر مړينه خواشينى يم، ارواښاد ته دې خداى جنتونه وركړي.
    ګران حكيمي او د هغه درنې كورنۍ ته دې خداى پاك صبر او زغم وركړي.
    انا لله و انا اليه راجعون
    دغه لنډې کرښې زما د غمرازۍ په توگه ومنه او موږ ټول ستاسو په غم کې ځانونه گډ بولو

  27. په ډیره خواشینی سره مو خبر ترلاسه کړ چی دوتلی ځوان تاند او له نویو هیلو ډک شاعر هارونه حکیمی اکا دیوې چاودنې له امله له دی فانی دنیا سترګی پټی کړی . روح دی ښاد او یا د دی تل وی .موږ دنوموړی کورنۍ او قریبانوته داجرعظیم او صبرجمیل غوښتنه له لوی او متعال څښتن نه کوو .
    په درنښت
    وثیق مسافر له زابله

  28. ګران ورور حکیمی صاحب ! داچی تاسو ته کوم مصیبت رسیدلی او دکور یو غړی مو له لاسه ورکړی ، موږ هم له تاسو سره په دی غم کی ځان شریک بولو او دکایناتو څښتن ته دعا کوو چی نوموړی ته په خپل کرم جنت فردوس نصیب کړی او پاتی قریبانو ته لو ی اجر .

    محیب الله زابلوال -کوټه دفیوض الحرمین مدرسی زده کونکی

  29. ګران ورور او فرهنګي ملګری هارون حکیمي صاحب!
    ستاسو د کاکا د شهادت له کبله ډیر خفه شوی یم، لوی الله دې د هغه شهادت په خپل دربار کې قبول کړي، خدای دې د هغه برکتونه پر تاسو او ستاسو په ټوله کورنۍ کښیږدي او لوی الله دې د نوموړي شهادت ستاسو لپاره د شفاعت وسیله وګزځوي.
    موږ د دې درانه غم له کبله تاسو او ستاسو ټولې درنې کورنۍ ته تسلیت وایو او شهید کا کا ته مو لوی خدای له درباره د جنت د ښکلیو ماڼیو غونښتونکي یو.
    همدارنګه خدای پاک دې تاسو ته د زړه صبر او بهترین عوض په برخه کړي.

    ګل آغا احمدي وردګ

  30. په ډيري خواشنۍ سره خبر سوم چي زما دډير ګران ملګري هارون حكيمي اكا په شهادت رسيدلى زه د خپل او خپلي كورنۍ په استازيتوب هارون جانه تا اوستا درنې كورنۍ ته دصبر غوښتونكى يم خداى ج دي د مرحوم شهادت قبول كړي په ډيره مينه

  31. په ډېره خواشيني سره مي خبر تر لاسه کړ چي د ګران ملګري هارون حکيمي اکا په يوه ناڅاپي بريده چاودني کي خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی څښتن دي ورباندي ولوريږي په دې لږ وخت کي مو ډېر ځوروونکي مرګوني خبرونه واورېدل هغه د جهاني خبره پر کور مو مرګی مېلمه دی چي لا به څو نوري ککرۍ راڅخه وخوري …

  32. د حکیمي صاحب د تره مړینه یوه ضایعه ده، زه حکیمي صاحب، د ده کورنۍ، ټول پښتون ولس ته ډاډګیرینه ورکوم او له خدای (ج) څخه ورته صبر جمیل او مرحومي ته د جنت غوښتونکی یم.
    سیدعبدالله ولي زی

  33. ګران حکیمی:
    په ډیری خواشنۍ سره خبر تر لاسه ګړ چې ستاسو ګران اکا په شهادت رسیدلی تاسو اوستاسو کورنۍ لپاره دجمیل صبر ارزو لرم څښتن تعالی دی ستاسو اکا ته جنت فردوس ور په نصیب کړی.
    په درنښت
    مختارامیري

  34. اسلام علیکم ورحمه الله .زه نامی کنداری جوان یم ددیورندکیسه نه یم:لراوبرزه یوافغان یم ددیورندکیسه کی نه یم.په درناوی