اسوشیتیډ پریس په خپل تازه خبر کی وایی چی د حامد کرزي ویاند ( وحید عمر ) نن وویل چی د استخباراتو لخوا پرون د هغه خبرداري څخه چی خبریالان د طالبانو د حملو ژوندۍ صحنې نسی ښودلای ، هدف دا نه دی چی ژورنالیسټان دا کار نسی کولای بلکی مقصد دا دی چی موږ اړونده لارښووني تهیه کوو چی د هغو له مخی باید کړني وسی . ده وویل چی طالبانو په خپلو تیرو حملو کی د دغسی ژوندیو صحنو په کارولو سره خپلو جنګیالیو ته لارښوونی ورکولې او زموږ اصلی هدف ګواکی د دغسی فعالیتونو بندول دي . خو د افغانستان د بشری حقوقو د څارنی ویاند ( اجمل صمدی ) وویل چی د بیان پر آزادۍ بندیزونه د نړیوالو بشری حقوقو او افغان اساسی قانون سره ضدیت لری . ده زیاته کړه چی « نړیواله ټولنه متأسفانه په پټه خوله د کرزي د رژیم د هغو غیر دیموکراتیکو اقداماتو ننداره کوی چی پر خپرونو دولتی کنټرول یې نسی محدودولای . » د خپلواکو افغانی ژورنالیسټانو د اتحادیې مشر ( رحیم الله سمندر ) وویل چی « دا د خپرونو لخوا د راپورونو سانسور کول دي . موږ به دا کار و نه منو . »
خو مبصرین معتقد دي چی کابل نسی کولای په قانونی توګه د طالبانو د حملې د کومی صحنې د ژوندیو راپورونو څخه خبریالان منع کړی نو اوس په دې یا هغه پلمه سره ډول ډول بندیزونه ایجادوی .