دناټو شاليد :
جګړه په یوه هیواد کی لکه د سرطان رنځ د انسان په وجود کی سره تشبه کولای شو، دا ځکه کله چی نوموړی رنځ د انسان د بدن په کوم غړي کی پیدا شی نو په همغه ځای کی په خپل سر باندی د حجرو تولید صورت نیسی یعنی بدون د کنترول څخه سرطانې حجري تکثر کوی چی په نتجه کی د انسان ټوله انرژی په بیځایه ډول مصرف کیږی، همدارنګه د وجود غوښتني نه پوره کیږی، او د ناروغ وزن ورځ په ورځ کمیږی نو که چیری یی درملنه ونشی مریض له منځه وړی.
فکر کوم د جګړی په مفهوم له هر چا څخه افغانان ښه پوهیږې. ماته هغه د یو غښتلی شاعر توراب سیب شعر را په یاد شو چی وایی:
موږه جنګ نه غواړو خو جنګ په موږ راوتپل شې
هغه د پلار او نیکه ننګ په موږ راوتپل شې
زموږ د خوشحالخان لیسي د تاریخ استاد، محترم قدیر به په خپلو درسونو کی دا خبره ډیره کوله چی په افغانستان کی چریکان(ګورله) هر وخت بر شوی دی، دا ځکه چی په ستراتیژيکي لحاظ دغه سیمه د خرپ او ترپ لپاره ښه موقعیت لری. د ګران استاد دوهم دلیل دا وو چی د پرتیزنې جګړي لپاره چریکان په دومره لږ مصرف سره چی هغه ګډلي او شړومبۍ دی جګړه پر مخ وړلای شې او ډیر مصرف ته ضرورت نه لرې.
روښتیا هم همداسی وشول او اوس هم روان دی. کله چی روسانو د مجاهیدینو سره جګړه شورع کړه نو په مقابل کی د مجاهیدینو منظمه جبهه نه وه، ولی د خرپ او ترپ کار وو هغه دا چی کله به پر کومه پوسته برید وشو، یا به پر اکمالتې کتار حمله وشوه، کله به پر سړک باندی بم والوت همدارنګه کله نا کله به پر کومه علاقدرې یا ولسوالۍ باندی ختا ډزې وشوي.ولی دغه حالت د وخت حکومت په نهایت کی روسان(وارسا) یوی خواته سرګردان ساتلې وو او بلی خواته یی د ورځنۍ ژوند چاري په هیواد کی په ټپه ور درولای وی او دولتې ماشین د ژوند په ټولو برخو کی څرخ نه خوړ. له بلی خوا څخه روسان د دغي نامعلومی جګړی څخه ورځ په ورځ زینمن کیدل د ځانې تلفاتو په څنګ کی یی شتمنۍ ته هم غټ زیان رسیده . دا ځکه چی روسانو نه یوازی د خپلو شاوخوا ۱۵۰ زرو عسکرو توان (مصرف) ګاله بلکی د هغه وخت د کابل دحکومت چای ګوړه هم د روسانو پر غاړه وو. که یی نړیوال منی او یا یی نه منی ولی د روسانو اقتصاد په افغانستان کی روښتیا د پښو وغورځید. او په نتجه کی یی وارسا چی د ناټو سره یی په خپل وخت کی ډغری وهلی ټوټه،ټوټه شوه او میدان ناټو ته پاتی شو او ناټو هم په بادماشۍ شروع وکړه،چی ښه مثالونه یی پر پخوانۍ یوګوسولاویه،عراق او افغانستان باندی تجاوزونه دی، چی په دې وروستې یاد شوی هیواد یعنی زموږ ګران وطن افغانستان کی لا هم په داسی توده جګړه کی لګیا ده چی اخیر یی معلوم ندی.عسکر یی وژل کیږې او مصرف یی له یوی ورځی نه بلي ته ډیریږې،ځکه چریکان ورځ په ورځ قوي کیږی.نو همدارنګه ویلای شو چی اوسنې چریکان هر وخت د کرزی حکومت او ناټو لپاره یو لوی ګواښ دی او هیڅ کله به یی سوړه خوب ته پرینږدې .
همدارنګه دوه نور اساسی شیان چی د کابل په اوسنې خکومت کی وجود لری هغه د یوی ناسالیمی اداري شتون او په اداره کی رشوت خورې ده چی دغه دوه لوی منفې فکتورونه د چریکانو په ګټه د کابل د اداري دوام رالنډولای شی. ځکه چی همدغه حالت د اولس او حاکیمیت تر منځ واټن زیات کړی دی او په څنګ کی ناټو په ځانګړی ډول امریکایان داسی عملونه په هیواد کی تر سره کوی چی هیڅ افغان ته د منلو وړ نه دی.
تاریخ ثابته کړی ده چی: هغه حکومت چی کړه وړه یی د ملت سره په ټکر کی وی حتماٌ له منځه ځی دا ټکر که په هره ( مذ هب ،کلتور، رواجونو، اقتصاد و غیره) څانګه کی هم وي. د همدغی وینا پر بنسټ د کرزی حکومت اصلاٌ وجود نه لری، د نوموړی حکومت داسی حالت لري لکه بی هوشه رنځور چی په مسنوعې اوکسجن باندی ډاکټرانو ژوندی ساتلای وی، کله چی اوکسجن تری لری کړي نو هیدیری ته باید یوړل شې. ښه نو دغه حالت به دوام وکړی؟؟
اول که موږ د غربیانو عامی پلیسۍ ته وګورو نو باید اعطراف وکړو چی دا د افغانانو د ګټو د ساتلو لپاره ندی راغلی بلکی خپلی ګټی لټوی او کله چی پدی پوه شی چی له ګټی څخه یی توان یا مصرف زیات دی، بیا نه د مذهب په قصه کی دی او نه یی د افغانانو په شان ځانته غیرت بولي او نه هم دا شرم ګڼی. خپل څدر څانډي او ځان باسی.
دوهم که بلی خواته په اوسط ډول د ناټو ۲ عسکر په افغانستان کی د ورځی له منځه ځی او هغه په میلیاردونو د مالی پیسی چی د غربې نړۍ وګړې یی ورکوی او په یوه داسی نامعلومه جګړه کی چی نه یی جبهه معلومه ده او نه یی اخیر معلوم دی، تر کومه به دوام وکړی؟
دریم دا چی د ناټو مصرف په افغانستان کی له وارسا څخه د واټن پر بنسټ په کراتو،کراتو ډیر دی،یعنی فرض کړی که د وارسا لپاره یو کړتوس چی د مسکو څخه به راوړ کیده او بیا به پر هغه د خوست په توره غوړه کی یو افغان مړ کیده، قیمت یی په یو ډالر تمامیده، نو نظر فاصیلې ته چی اوس له واشنګټن څخه راځې او بیا د هلمند په مارجه یا نادلې کی افغان پری مړ کیږی، د ناټو لپاره څو چنده ګران تمامیږې.
نو نتجه معلومه ده هغه دا چی باید ټول افغانان پدې پوه شی چی هغه وخت ډیر لری ندی چی ناټو به افغانستان خوشی کوی، ځکه ناټو د وارسا څخه زوره وره نه ده او دغه توان(مصرف) ته نشې ټینګیدلای چی همدا اوس یی په افغانستان کی کوی. حتماٌ افغانستان پریږدی، چی د هالنډ شاهې دولت مخکی له مخکی ګوته جیګه کړی ده.
د ناټو د وتلو په صورت کی افغانان څه باید وکړی؟؟ ؟ پدی خاطر چی تیر تاریخ (۹۲ کال) په هیواد کی بیا تکرار نشی او ګران هیواد افغانستان د ایران او پاکستان د مستقیمی بسکشۍ ډګر ونه ګرځ مخکی له مخکی هیواد وا ل د خپلی راتلونکی په هکله ښه سوچ وکړی او باید ټول افغانان د زړه له خلاصه د روغی جوړی لپاره کار وکړی ، تر څو خپل اولس او هیواد وژغورې او دغه وران وطن نور وران نشی ا تورسرۍ مو لا نوری کونډ نشې. . . .
مننه