کور / راپور / د افغانستان په شمال کې د ټلوالې د جګړه مارو بچه بازي

د افغانستان په شمال کې د ټلوالې د جګړه مارو بچه بازي

منبع : http://www.afghanvideoclips.com/bacha-bazi-the-warlords-tune

متن : بچه بازي په افغانستان کی.
د نجیب الله قریشي نوی مستند فلم.


د لاندي وېبپاڼو لینکونه مي له خپل یو همنومه دوست نه ترلاسه کړل. دا مستند فلم د تکړه افغان ژورنالست نجیب الله قریشی له خوا تیار شوی دی. نجیب الله قریشي هغه ژورنالست دی چي د شمالي ټلوالې عاموژنې یې په مستند ډول ترنړیوالو او افغانانو پوری ورسولې او نژدې وو چي په همدې لار کي ووژل شي.


http://www.larawbar.com/detail.php?id=7801
http://www.benawa.com/details.php?id=22624
http://www.larawbar.com/detail.php?id=7397


د دې مستند فلم په لیدو مي خدای شته ډیر زیات چرت خراب شو . همزمانه د دې فکر راولوید چي راځه توکل په خدای افغانی ویبپانو ته په دا لینکونه ورواستوم ګوندی خپاره به یې کړي. زه هیله مند یم چی دا لینکونه به د نورو تر څنګ زمونږ طالبان وروڼه هم وګوری او سر به ګریوان ته ټیټ کړي.


ځان سره سوچ وکړی طالبانو وروڼو چی آیا تاسو د یو بیګناه، بیوزله ښونکي وژلو ته اولیت ورکوی او که د شمالی تلوالې د هغو جګړه مارو وژنې ته اولیت ورکوی د چا لاسونه چی نه یوازی د بیوزلو افغانانو په وینو سره دی بلکه د اسلام له سپیڅلی دین نه په ناوړه ګټه پورته کونه انسان، افغان او اسلام ته سپکاوی کوي. ایا د کرزی د دولت د یو عسکر تر وژنې تاسو د هغه جګړه مارو وژنه ضرور نه ګڼۍ څوک چی د زرهاوو پښتنو په عام وژنه کی تورن دی او اوس اوس د لواطت له طریقه غواړی چی اسلامی او افغانی اقدارو ته زیان ورسوی. اوس یې په ثبوت ورسوی چی آیا تاسو په رښتیا هم د افغانی او اسلامی اقدارو د ساتنې لپاره کار کو او که نه ؟ په لاندی فلمونو کی د دین او بشر دښمنان له له خپلو نومونو او څیرو سره بربنډ شوی دی. دوی تخار میشتی جګړه ماران دي. تخار هغه ولایت دی په کوم کی چی همدا اوس اوس ستاسو له پښتنو وروڼو سره بدترین سلوک روان دی خو هم تاسو او هم زمونږ په اصطلاح ولسواک اسلامی دولت په دې غوږونه کاڼه اچولی دي.


په دینی علماوو غږ کیږی چی له خولی نه د چپتیا پټی ها خوا کړی او ددی عاجزه ماشومانو د حقوقو د ساتنې لپاره غږ وچت کړي.
په اتمر صاحب غږ کیږی چی د ملی پولیسو له صفوفو دی هغه کسان وباسی چی د ملت ساتنې پر ځای پر ملت د تېری کونکو جګړه مارانو سا تنه کوی او همدارنګه په خپله هم په همدې تېري کي برخه ورسره اخلي.



 http://www.afghanvideoclips.com/bacha-bazi-the-warlords-tune/part-1-video_d34767ef6.html
 http://www.afghanvideoclips.com/bacha-bazi-the-warlords-tune/part-2-video_0969af877.html
 http://www.afghanvideoclips.com/bacha-bazi-the-warlords-tune/part-3-video_a54e3efff.html
 http://www.afghanvideoclips.com/bacha-bazi-the-warlords-tune/part-4-video_e0764a3c4.html
 http://www.afghanvideoclips.com/bacha-bazi-the-warlords-tune/part-5-video_06345bbcc.html
 http://www.afghanvideoclips.com/bacha-bazi-the-warlords-tune/part-6-final-video_af6cf2d19.html
 
 نور لینکونه.
 
 http://www.youtube.com/watch?v=hI1W1nB-OD8
 http://www.youtube.com/watch?v=zNUxq8rI6lM&feature=related
 http://www.youtube.com/watch?v=zNUxq8rI6lM
 http://www.youtube.com/watch?v=PloZc2G4fug&feature=related
 http://www.youtube.com/watch?v=4pBKv-lKilk&feature=related
 http://www.youtube.com/watch?v=79ck74ULUw0&feature=related
 http://www.youtube.com/watch?v=gvORfXKty5U&feature=related